منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا د لجه منګل خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د پکتيا ولايت د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پوهنې، روغتيا او رغونې په برخو کې بې شمېره ستونزې لري.

دغه څرګندونې د سلواغې په ١٣مه د لجې منګل ولسوالۍ سلګونو کسانو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وکړې.

د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازيتوب ولي خان وويل چې د نورو ولسواليو په څېر په دې ولسوالۍ کې د رغونې چارې نه دي ترسره شوې.

دی وايي چې د دې ولسوالۍ يو سړک هم تر اوسه نه دی رغول شوى او که د رغونې کومې پروژې په کې پیل شوې د اداري فساد له امله نيمګړې پاتې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې يواځې سلام مخابراتي کمپنۍ په دې ولسوالۍ کې فعاليت لري.

ده وويل چې د مخابراتو په برخه کې هم د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکي ګڼې ستونزو لري.

د یادې ولسوالۍ قومي مشر ملک تازه مير منګل بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې دوه روغتيايي مرکزونه فعال دي چې يوازې د لومړنیو ناروغيو درملنه په کې کېږي.

دی وايي، د پوهنې برخه کې هم دغه ولسوالۍ ډېره وروسته پاتې ده، د مسلکي ښوونکو شمېر يې کم دى او ډېرى ښوونځي يې ودانې نه لري.

تازه مير منګل وايي، د لجې منګل ولسوالۍ ټول اوسېدونکي له دولت سره همکار دي او په ډېری سيمو کې امنيت دوی په خپله ساتلی دی.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تاج محمد منګل وويل چې د دې ولسوالۍ خلک د سړکونو جوړولو ته ډېره اړتيا لري؛ ځکه چې دغه ولسوالي غرنۍ سيمه ده او د سېلابونو د راوتلو له امله خلک تر ډېره وخته بند پاتې کېږي.

ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېری خلک کار نه لري، حکومت بايد د کار زمينه هم ورته برابره کړي.

هغه زياته کړه: ((پخوا د دې ولسوالۍ خلکو د ځنګلونو وهلو له لارې ځان ته يوه ګولۍ ډوډۍ پيدا کوله خو اوس دغه ځنګلونه هم له منځه تللي او دولت بايد بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزې مني او وايي چې د حل لپاره به يې اړينې هلې ځلې وکړي.

ده وويل د دې ولسوالۍ د پوهنې برخې ته به ځانګړې پاملرنه کوي او هم يې د روغتيا رياست ته دنده ورکړې چې د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکزونو ته امکانات ور زيات کړي .

سهي وويل چې د دې ولسوالۍ د رغونې په پروژو کې د فساد د پيدا کونې په موخه يې پلاوى ټاکلى دى.

لجه منګل د ګردېز او ډنډ پټان ولسواليو تر منځ پرته ولسوالۍ ده او امنيتي ستونزې يې هم کمې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه