منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زاخېلوال د سولې پروسې برياليتوب ته محتاطانه هيله مندي وښوده

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): په اسلام اباد کې د افغانستان سفيراو ددغه هېواد لپاره د ولسمشر ځانګړى استازى عمر زاخېلوال وايي چې پاکستاني سياستوال اوس پر دې پوه شوي چې د دوى ملي ګټې په يو ارام او سوله ييز افغانستان کې نغښتې دي.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د ده دنده او مسووليت تر يوه سفير پورته ده، ځکه د دې تر څنګ دى هلته د ولسمشر ځانګړى استازى هم ټاکل شوى دى.

دى وايي: ((د ځانګړي استازي په توګه زه له پاکستان سره د اړيکو د ټولو اړخونو د پر مخ بيولو له بشپړ واک سره سره مسووليتونه هم لرم.))

د سولې د روانو څلور اړخيزو هڅو او غونډو په اړه ډاکتر عمر زاخېلوال وويل چې دى د روانې پروسې له دويمې غونډې څخه په دې پروسه کې ورګډ شوى دى.

د هغه په وينا، د څلور اړخيزو غونډو په درېيمه غونډه کې چې په اسلام اباد کې ترسره شوه، ده مخکښ رول درلود.

زاخېلوال د سولې د روانې پروسې په اړه په محتاطانه ډول هيله مندي وښوده.

دا چې پاکستان به دا ځل د سولې پروسې سره رښتينې همکاري وکړي، په اسلام اباد کې افغان سفير وايي، چې له پاکستاني سياستوالو سره اوس دا نظريه زياته شوې، چې د دغه هېواد ملي ګټی په يو ارام او سوله ييز افغانستان کې نغښتې دي.

خو زاخېلوال زیاتوي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه يواځې وخت کولى شي او په راتلونکي کې به معلومه شي چې پاکستان څومره رښتينى دى.

ده زياته کړه: ((د سولې په اړه چې هر څومره هلې ځلې وشي او که ناکامې هم شي، بيا هم بايد پر سوله باور له لاسه ورنه کړو او خپلو هڅو ته ادامه ورکړو.))

د سولې د روانې پروسې د لار نقشې يا میکانېزم د څرنګوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زاخېلوال وويل چې د سولې لار نقشه پر ځينو اصولو او څلور اړخيزه ژمنو ولاړه ده چې د پخلاينې او سولې خبرو د پيل لپاره لاره برابروي.

د هغه په وينا، د سولې پروسه د زمان قيد هم نه لري، خو په عملي پيلدو سره يې بايد په جنګ او تاو تريخوالي کې کمښت راشي.

ده زياته کړه: ((بشپړې سولې ته اوږده حوصله بايد ولرو.))

د افغانستان او پاکستان د اقتصادي اړيکو، ټاپي او کاسا ١٠٠٠ پروژو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زاخېلوال وويل چې د کاسا پروژه تمويل لري، د تطبيق لپاره اماده ده او په راتلونکو څو مياشتو کې به قراردادي ته وسپارل شي.

د هغه په وينا، که چېرې امنيتي ګواښونه نه وي، نو د کاسا ١٠٠٠ پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي چې له منځنۍ اسيا څخه پاکستان ته د افغانستان له خاورې برېښنا ولېږدول شي.

دى وايي چې پاکستان د برېښنا او انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دى او دې پروژو ته زياته اړتيا لري؛ ځکه نو په بشپړولو کې به يې هم همکاري کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان نوى سفير عمر زاخېلوال وايي چې له پاکستاني چارواکو سره به په راتلونکو خبرو اترو او ناستو کې د ترانزيټ تړون د هر اړخيز تطبيق په اړه تفصيلي خبرې وکړي.

هغه هيله څرګنده کړه چې په دې برخه کې به پرمختګ وکړي.

د پاکستان او چين تر منځ د ٤٥ ميليارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي تړون په اړه چې له ګوادره تر چين پورې لويه لاره جوړېږي، زاخېلوال وايي چې له دې پروژې څخه افغانستان ته هم ګټه رسېږي.

د هغه په وينا، چين غواړي چې دا پروژه د افغانستان له لارې منځني اسيا ته هم وغځوي.

په پاکستان کې د افغان ديپلوماتانو د ځورول کېدو او يا هم تر فشار لاندې نيول کېدو په اړه زاخېلوال وويل، چې تر اوسه په دې اړه ورته چا شکايت نه دى کړى.

خو هغه وايي چې د افغان کډوالو د ځورول کېدو په اړه ورته ډېر شکايتونه شوي او دا موضوع به له پاکستانيو چارواکو سره په جدي توګه وڅېړي.

هغه زياته کړه‌ چې په پاکستان کې د مېشت افغان محصلينو له ستونزو هم خبر دى او په دې اړه به هم ژر جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان په زندانونو کې د زرګونو افغان بنديانو په اړه د افغانستان سفير وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به يو تکړه مدافع وکيل ونيسي څو د پاکستان د قانون په رڼا کې د هغوى دوسيې وڅېړي.

د هغه په وينا، کوم بنديان چې په غير قانوني توګه او بې ګناه نيول شوي، په رسمي توګه به د هغو د خوشې کولو غوښتنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې