اسعداباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): د کونړ ولايت يو اوسېدونکى وايي چې څلور کلن زوى او محصل ورور يې د طالب په نوم په بمبار کې ووژل شول، خو تر اوسه چا د دې پېښې څېړنه نه ده کړې.
دغه پېښه د ١٣٩٢ لمريز کال د وږي مياشتې په ١٦مه نېټه د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ د قرو په سيمه کې مازديګر مهال رامنځته شوه.
نقيب الله وايي چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ملکي وګړو پر يو ډاټسن موټر هوايي بريد وکړ چې په پايله کې د ده د کورنۍ د دوو کسانو په ګډون ١٤ ملکي وګړي ووژل شول او يوه ماشومه ټپي شوه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ټپي شوې څلور کلنې ماشومې پلار، مور او ورور هم ووژل شول.
نقیب الله زياتوي په ياده پېښه کې يې د کورنۍ دوه غړي چې يو يې ٢٥ کلن ورور عبدالواحد چې د کونړ د عالي دارالمعلمين محصل و او بل يې درې کلن زوى عامر هم ووژل شول.
نوموړی وايي: ((خپل زوی مې په همدې ورځ له ځان سره د درملنې په موخه اسعداباد ښار ته راوستى و، ورور مې د يو ملګري په واده کې د ګډون لپاره اسعداباد ته راغلى و.))
دنوموړي په وينا، کله چې دوى بېرته کلي ته تلل، نو زه په ښار کې پاتې شوم او هغوى يې د کلي په موټر کې کښېنول.
نقيب الله وايي چې دى په خپله په اسعداباد کې د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ محصل و او په ښار کې يې د مسافرۍ شپې سبا کولې.
د هغه په وينا، کله چې يې مازديګر کور ته زنګ وواهه چې ورور او زوى يې رسېدلي او که نه هغوى ځواب ورکړ چې په بمبار کې شهيدان شوي دي.
دى وايي: ((ما دا غږ ونه زغملى شو، ټول بدن مې بې حسه شو او ورور او زوى د ژوند هره لحظه مې تر سترګو کېده او له سترګو مې اوښکې روانې شوې.))
د نقيب الله په وينا، تر واده لس کاله وروسته خداى ورته زوى ورکړى و، په ناز يې لوى کړى و، خو امريکايي بمبار کې ووژل شو.
نوموړي زياته کړه چې د ورور کورنۍ هم ده ته ور له غاړې ده ، دا چې ژوند يې څه ډول تېرېږي، نه يې شي بيانولى.
دى وايي: ((د ورور بچيانو ته مې که هر څومره ناز ورکړم، مګر هغوى د خپل پلار مينه ليدلې، هغه مينه نه شم ورکولى.))
د هغه په وينا، د هلال په نوم کوچنى وراره يې تل ترې د پلار پوښتنه کوي، خو دى يې ځواب نه لري.
نقيب الله وايي چې تر يادې پېښې وروسته له دوى هېچا پوښتنه نه ده کړې، نه ورته دوسيه او قضيه معلومه ده او نه دا پېښه څېړل شوې ده.
ده زياته کړه: ((زه له چا وپوښتم چې د کورنۍ غړې مې چا وژلي او ولې يې ووژل.))
د نوموړي په وينا، حکومت ورسره دوکه کوي او هڅه کوي چې دوى طالبان ثابت کړي، خو هېڅ کوم دليل، ثبوت او شواهد نه لري.
دى وايي: ((ايا زما محصل ورور او کوچنى زوی مې طالبان وو؟))
د نقيب الله په وينا، دوى هڅه کوله چې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي ته ځان ورسوي، خو والي شجاع الملک جلاله ډاډ ورکړ چې له مرکز څخه د پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى راځي او څېړنه کوي، مګر دا دى درې کاله تېر شول، خو د پلاوي درک ونه لګېد.
ده زياته کړه: ((له رسنيو او ژورنالېستانو پرته بل چا راڅخه د دې پېښې په اړه پوښتنه نه ده کړې.))
نقيب الله وويل چې له سپين ږيري او سپين سرې مور پلار پرته څلور تنه یې د ورور اولاده او شپږ یې خپل اولادونه ور له غاړې دي.
د هغه په وينا، د دولت له خوا ورسره په رسمي چوکات کې تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې.
ده زياته کړه: ((په همدې موخه ولسوالۍ ته تللى وم، خو ولسوال سيد زېورشاه پاچا راته وويل چې موږ څه نه شو کولى.))
د هغه په وينا، يواځې د IRD په نوم د يوې موسسې له خوا ورسره د يوه اندازه توکو مرسته شوې ده.
نقيب الله له دولت او نړيوالو ځواکونو وغوښتل چې ياده پېښه وڅېړي او د وټه پور ولسوالۍ له ځينو چارواکو څخه پوښتنه وکړي چې ولې د ده څلور کلن زوى او محصل ورور طالبان بولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










