لښکرګاه (پژواک،۲٥ سلواغه ۹۴): په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي چې د ولايت په کچه يې له وسله والو طالبانو سره مذاکرات پيل کړي او ښې پايلې هم لري.
په هلمند ولايت د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د سلواغې په ٢٥مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې په دې وروستيو کې يې د ولايت په کچه له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه: ((اوس دې پایلې ته رسېدلي یو چې جګړه د حل لاره نه ده، له دې امله مو په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره خبرې پیل کړې او ډېرى طالبان په خپله خوښه د جګړې له کرښو وتلي دي.))
ده وويل چې دغه مذاکرات د طالبانو د ډلګيو، محاذونو او نورو مشرانو سره شوې دي.
قهرمان وايي چې په تېره يوه مياشت کې يې له ٤٥٠٠ کسانو سره ځانګړې ليدنې کړې او دغه کسان اوس ورسره د جګړې په بندېدو کې مرستې کوي.
ده زياته کړه: ((اوس موږ دوه طرحې عملي کوو، لومړی دا چې د طالبانو په لیکو کې ځیني جنګیالي د خبرو په مټ له مخالفت څخه تېرېدو ته اړ کوو او بل په خپلو تشکیلاتو کې سمون راولو او د یوه ښه مدیریت د جوړېدو په هڅه کې یو.))
دغه راز قهرمان وويل چې په تېرو وختونو کې په دغه ولايت کې د خلکو او دولت تر منځ لوى واټن پيدا شوی او وسله والو مخالفينو هم ترې کافي ګټه پورته کړې ده.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د دغه ولایت پر سر هېڅ معامله نه کېږي او نه هم له چا سره په دې اړه خبرې شوې دي، خو له ديني عالمانو، قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو سره د جګړې د بندېدو په اړه ګټورې خبرې شوې دي.))
ده وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي ګواښونه هم د کمېدو خوا ته روان دي خو زياتوي چې په هلمند کې جګړه استخباراتي ده او اوږدې مبارزې ته اړتيا لري.
قهرمان داسې مهال په هلمند کې د جګړې د کابو کولو خبره کوي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د ګرشک او موسى کلا ولسواليو تر منځ د فيضان په نوم د امنيتي ځواکونو لوى کمپ تر خپلې ولکې لاندې راوستى دى.
تېره ورځ په افغانستان د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کمپبل هم د يوې خبرې غونډې پر مهال ويلي وو چې وسله والو طالبانو له ياد کمپ څخه د ټانکونو تر څنګ نور تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.
خو قهرمان وايي چې طالبانو له ياد کمپ څخه هېڅ ډول جنګي تجهيزات نه دي ترلاسه کړي.
په دې وروستيو کې د هلمند د مرکز د ځينو سيمو په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې يې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
د هلمند ولايت باغران، دېشو، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ دا مهال د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










