کابل (پژواک،١٠ کب ٩٤): د طالبانو يو پخوانى چارواکى د سولې په تړاو د حکومت هڅې نمايشي بولي او وايي، د افغانستان ستونزه د خبرو اترو له لارې هوارېدى شي؛ خو حکومت تر دې دمه د جګړې پاى ته رسولو او د سولې ټينګښت په برخه کې رښتونې هڅې نه دي کړي.
حکومت په دې وروستيو کې په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره هڅې زياتې کړې دي ، د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزې غونډې په څلورمه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي پړاو مخامخ خبرې اترې ترسره شي.
خو د کابل او کونړ له وروستيو خونړيو ځانمرګو بريدونو څخه وروسته، جمهوري رياست ټينګار وکړ چې حکومت له هغو ډلو سره خبرې کوي چې له تاوتريخوالي څخه لاس په سر شي او هغه ډلې چې تاوتريخوالي ته دوام ورکوي، د پرديو په خدمت کې دي، د سولې په مذاکراتو کې به ونډه ورنه کړل شي او د هېواد امنيتي ځواکونو له لوري به وځپل شي.
د طالبانو د جيش المسلمين ډلې پخواني مشر سيداکبر اغا له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پرمهال وويل، چې د سولې ټينګښت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د افغانستان ستونزه يواځې د خبرو له لارې هوارېدى شي.
خو نوموړي زياته کړه، د څلور اړخيزو غونډو په نوم چې په دې وروستيو کې کومې ناستې کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې، نيمګړې وې، هوکړې يې خلکو نه پټې وې او د طالبانو استازو هم په کې برخه نه درلوده؛ نو ځکه دا غونډې هېواد کې د سولې په ټينګښت کې اغېزمنې تمامېدى نه شي.
سيداکبراغا چې د طالبانو واکمنۍ پرمهال د عدليې وزير هم و، وويل: "د سولې مذاکراتو برياليتوب لپاره بايد دواړه غاړې نرموالى وښيي او که حکومت ځينې مشروع غوښتنې ومني، د سولې خبرې به نتيجه ورکړي."
نوموړى چې د افغانستان د نجات شورا مشر هم دى، د دې مطلب په څرګندولو سره چې حکومت په هېواد کې د جګړې ختمولو او سولې ټينګښت لپاره رښتينې هڅې نه دي کړي، زياته کړه: "هغه سوله چې بنسټ يې پر رښتيا ولاړ وي او واقعي سوله وي، هېڅ ډله نه طالب او نه هم بله ډله ترې انکار کولي شي."
د طالبانو دې پخواني چارواکي وويل: "د دې هڅو ليدلورى هم هيله بښونکى نه دى."
د افغانستان د نجات شورا مشر زياته کړه، سربېره له دې چې په څو ډلو د طالبانو وېشل کېدو په اړه اندېښنې شته، خو تر ډېره بريده د هغوى په افکارو او نظرونو کې په ځانګړې توګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ، اختلاف نشته.
د يادونې وړ ده چې د ملامحمد عمر مړينې له اعلان څخه وروسته، ملا اخترمحمد منصور د نوموړي ځايناستى شو؛ خو د اختلافاتو له امله د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بله ډله هم رامنځ ته شوه.
سيداکبراغا د سولې عالي شورا مشر په توګه د پير سيد احمد ګيلاني له ګومارنې څخه هم هرکلى وکړ او ويې ويل، که د دې شورا نوې مشرتابه ته واک او خپلواکي ورکړل شي، کولى شي د سولې په راوستو کې اغېزمن تمام شي؛ ځکه ګيلاني له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل نه و، له حکومت او طالبانو سره يې اړيکې سمې دي.
نوموړي زياته کړه: "د سولې عالي شورا کې بې پرې کسان شته، چې کولى شي د طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړيتوب وکړي؛ خو حکومت دې شورا ته خپلواکي نه ورکوي او اړتيا ده چې حکومت شورا ته واک ورکړي او په چارو کې يې لاسوهنه و نه کړي."
خو د طالبانو ياد پخواني چارواکي ګواښ وکړ، چې حکومت د هرې ورځې په تېرېدو سره د کمزورۍ په لور روان دى او که په رښتيا سره د سولې په ټينګښت کې هڅه و نه کړي، د هېواد وضعيت به راتلونکى کال کې نور هم خراب شي.
نوموړي يادونه وکړه: "دا حکومت يو منظم نظام نه دى، بلکه دوه سرى حکومت دى او فکر کوم په داسې وضعيت کې چې حکومت هم کمزورى دى او جګړه هم دوام لري، د جګړو د پراختيا تر څنګ به اقتصادي او سياسي وضعيت نور هم خراب شي."
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال اسلام اباد کې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف، د طالبانو رژيم پرمهال د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل، په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پخوانى استازى عبدالحکيم مجاهد او د طالبانو يو شمېر نور پخواني چارواکي له وسله والو طالبانو بېل شوي دي او ځينې يې په کابل کې ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










