ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د سبزي مارکېټ هټۍ وال د کاروبار لپاره مناسب ځای غواړي

د خوست د سبزي مارکېټ هټۍ وال د کاروبار لپاره مناسب ځای غواړي

author avatar
10 Apr 2016 - 17:07
د خوست د سبزي مارکېټ هټۍ وال د کاروبار لپاره مناسب ځای غواړي
author avatar
10 Apr 2016 - 17:07

خوست ښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): د خوست ښار د سبزي مارکېټ يو شمېر هټۍ والو په يوه اعتراضيه راټولېدنه کې له ښاروالۍ وغوښتل چې د کاروبار لپاره يې مناسب ځای وټاکي.

يادو هټۍ والو ويل چې د سبزیو اوسنی منډوي په ډېر کوچني ځای کې جوړه شوې، خو له دې امله چې کاروبار يې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی، يوه پراخ ځای ته اړتيا لري.

دوی همدارنګه د خوست ښار لوېديځ لوري ته د افغاني سرې مياشتې له لوري د سبزۍ منډوي لپاره دوه کاله وړاندې جوړ شوی مارکېټ هم کوچنی بولي.

د سبزۍ منډوي مشر ظريف جانباز پژواک ته وويل، ولايت مقام غواړي چې موږ د سرې مياشتې منډيي ته ولېږدوي، خو د دوی ځواب ورته دا دی چې د ښار په ختيځه برخه کې د سبزۍ مارکېټ لپاره پوره ځمکه لري.

نوموړي زياته کړه: ((د يادې منډيۍ ټول هټۍ وال د خوست له ښاروالۍ سره په خپلو کې دغه تفاهم ته رسېدلي يو، چې د سبزي منډيي به د ښار په ختيځه برخه کې جوړوو، خو ځينې کړۍ د دغه کار مخه نيسي.))

د يادې منډوي يوه هټۍ وال محمدعارف له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خوست پر ښاروالۍ رياست او ولايت مقام غږ وکړ چې د دې ستونزې د هواري لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ يو ازاد او پراخ ځای ته اړتيا لرو. اوسنۍ منډوي خامه او تنګه ده. د باران پر مهال دلته اوبه ډنډونه جوړوي چې وروسته بيا په خټو بدلېږي او ټوله چټلي وي.))

د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير وايي، دوی پلان لري، چې د سبزي منډوي په ګډون ټول هغه صنفونه چې د ښار نظم يې ګډوډ کړی، له ښار څځه د باندې وباسي او مناسب ځايونه ورته جوړ کړي.

نوموړي دا هم وويل چې دوی له هېچا سره کومه شخصي ستونزه نه لري او يواځېنۍ موخه يې دا ده چې ښار له اوسني حالته راوباسي او يو سم لوري ته يې بوزي.

عبدالبصير زياته کړه: ((دې برخه کې د ښاروالۍ رياست د هيچا طرفداري نه کوي، زموږ هيله داده، چې سبزي منډيي د ښار نه ووځي. هغه ځای ته چې د سبزي منډيۍ هټيوالو نوی ټاکلی او یا د افغاني سرې مياشتې له لوري ورته مارکېټ جوړ شوی، دواړه ځايونه د دوی په واک کې دي.))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې د افغاني سرې مياشتې مارکېټ ته د لنډ مهال لپاره د سبزۍ منډوي د دې لپاره لېږدوي چې د ښار نظم سره برابر کړي.

هغه وويل: ((اوسنۍ منډوي ډېره چټله ده. بيخي زياتې خټې لري، د ښار زياته برخه له همدې ځايه د چټلۍ سرچينه اخلي. زموږ يواځنۍ موخه دا ده، چې دا ځای جوړ او د سبزۍ لپاره بل مناسب ځای وټاکو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.