خوست (پژواک ٥ غويى ٩٥): د افغانستان د متحد ملت ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازى وايي، اوسنى د ملي يووالى حکومت مشروعيت نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې، نن په خوست ولايت کې يوې غونډې ته چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى و، وکړې.
د متحد ملت ګوند مشر عبدالرحيم ايوبي، اوسنى حکومت د ستونزو زېږنده وباله.
ده وويل، اوسنى د بهرنيانو په لاس جوړ حکومت افغانانو ته د منلو وړ نه دی، نو هر څومره ژر چې کېږي، بايد لويه جرګه راوغوښتل شي او د دې حکومت په بديل باندې فکر وکړي.
هغه زياته کړه، د ملې یووالي حکومت لوړپوړو چارواکو اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او د دې پرځای چې غلا، چور او فساد د کمېدو خوا ته لاړ شي، ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دى.
دى وايي: ((اوسنى حکومت د بهرنيانو په لاس جوړ شوی دی او د افغانستان له اساسي قانون سره مستقيمًا په ټکر کې دی؛ زموږ غوښتنه دا ده، چې لويه جرګه دې راوغوښتل شي او يو بل حکومت دې رامنځته شي.))
ايوبي د ولسي جرګې په ځينو وکيلانو هم نيوکې وکړې او ويې ويل، اوس هم يو شمېر وکیلان له وزیرانو د رایو په بدل کې پیسې اخلي.
نوموړى زياتوي: ((د ولسي جرګې ځينې وکيلان اوس هم له خپلو دندو ناقانونه ګټه اخلي، کله چې وزيران دوی ته د رايو اخيستو لپاره راشي، نو د جرګې يو شمېر کسان د خپل شخصي ګټو په خاطر له هغوی د رايې په بدل کې پيسې اخلي.))
ایوبې د ولسمشر محمد اشرف غنې هغه پرېکړه هم خطرناکه وبلله، چې د سولې پر ځای د جنګ لاره خپلوي.
نوموړي همدارنګه په ځينو شمالي ولايتونو کې د ملېشو په جوړېدو هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، که دا کار دوام وکړي، نو ډېرې بدې پايلې به ولري.
د غونډې په پای کې ټولو په یوه غږ له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ هم اعلان کړ او له هغوی سره د هر ډول مرستې ژمنه يې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن