مزارشريف (پژواک، ۵ غويی ۹۵): د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو او د کرنيزو چارو مسوولين وايي، د کورنيو کرنيزو توليداتو د پراختيا لپاره د کورني بازار موندنه اړينه ده چې بايد مرکزي دولت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۵مه د سوداګريزو خونو او د کرنې رياست په همغږۍ د کرنيزو توليداتو د پراختيا په اړه غونډه وشوه.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو اجرايوي مدير نصيراحمد قاسمي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د شمال زون وروستيو نا امنيو د حيرتان بندر په سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.
نوموړي زياته کړه، له بندر څخه د شمال او شمال ختيځ زون کورني توليدات بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي چې په ځينو ولسواليو کې د شته ناامنيو له امله په صادراتي چارو کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کېږي.
هغه همداراز په عمومي توګه د شمال زون ناامني د مزارشريف ښار او حيرتان بندر پر پانګونې هم اغېزمنه وبلله.
قاسمي د همدغه حالت د نسبي ښه والي لپاره په مزارشريف ښار کې د شمال او شمال ختيځ زونونو په کچه د کرنيزو کورنيو توليداتو د نندارتون له چمتووالي خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړه، د دوی او د کرنې رياست نننۍ ناسته د ياد نندارتون د جوړېدو د چارو يوه برخه وه.
د هغه په وينا، کورنيو توليداتو ته په خپله سيمه کې د بازار پيدا کېدو هڅې کوي چې له لارې يې کيفيت لرونکي توليدات پيدا او کورني بازار ته په مناسبه بيه وړاندې کړای شي.
د بلخ د کرنې رييس کاتب شمس پژواک ته وويل، په شمال زون کې غنم ، پنبه، هيندواڼې او خټکي کرل کيږي چې ښه حاصل هم ورکوي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې کروندګر له کورني بازاره ډاډه کړای شي، نو د ښه کيفيت لرونکو توليداتو په لټه کې کېږي چې ورسره په کورني بازار باندې لاس برى پيدا کوي.
هغه د جوړېدونکي نندارتون په اړه وويل، د غويي په ۹مه او ۱۰مه به په مزارشريف ښار کې د شمال او شمال ختيځ زون کروندګر خپل کرنيزو توليدات په اتيا غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.
د بلخ ولايت سوداګر حاجي مايل پژواک ته وويل چې ورته نندارتونونو په نوره نړۍ کې د کورنيو توليداتو د بازار موندنې لپاره ښه اغېز لرلی دی.
نوموړي زياته کړه، د هېواد د وروستيو نا امنيو له امله صادراتي او وارداتي چارې يو څه ټکنۍ شوې دي.
هغه وايي، که په داسې حالاتو کې کورنيو توليداتو ته د سيمه ييزو دولتي ادارو تر څنګ مرکزي دولت هم ځانګړې پاملرنه وکړي، نو نه يواځې چې کورني توليدات به زيات شي، بلکې سوداګريزې چارې هم ورسره ښې کېدای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










