منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کاپیسا ځوانان له حکومته کار غواړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

محمودراقي (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د کاپيسا ولايت ځوانان وايي چې په تېرو ١٥ کلونو کې د دوى لپاره هېڅ کار نه دى شوى او حالت يې ورځ تر بلې خرابېږي.

د دوى په وينا، حکومت او بهرنيانو د دغه ولايت د ځوانانو د تعليم او اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ کار نه دى کړى.

د کاپيسا د مدني ټولنې غړی او ژورنالېست ذبيح الله محمدي وايي، د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته خلکو ډېرې هېلې لرلې چې د نوي حکومت رامنځته کېدو سره به يې په ژوند کې ښه والى راشي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت د ځوانانو لپاره هېڅ کار نه دى شوى او هيلې يې پر ناهيلۍ بدلې شوې دي.

ده زياته کړه: ((تاسو په ټول کاپيسا ولايت کې وښيئ چې د ځوانانو لپاره کومه پروژه پلې شوې؟ او نه هم دوى ته د کار زمينه برابره شوې ده.))

دى وايي چې حکومت يواځې د زده کړو لپاره زمينې برابره کړې، خو په دولتي ښوونځيو کې د زده کړې معيار هم ډېر ټيټ دى.

محمدي وويل چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د دغه ولايت ځوانان د وسله والو له ليکو سره يو ځاى شوي او يا هم ايران او نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ولاړل.

د کاپیسا له البيروني پوهنتون څخه فارغه شوې محصلې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې حکومت او نړيوالې ټولنې د ځوانانو لپاره يواځې د شعار تر حده پورې فعاليت کوي.

هغې زياته کړه چې دوى د ځوانانو لپاره په عمل کې هېڅ نه دي کړي او هسې خلکو ته دوکې ورکړې دي.

نوموړې زياته کړه چې د ځوانانو لپاره په کاپيسا کې يواځې څو متره د لوبو ميدان جوړ شوى او هېڅ ډول پاملرنه ورته نه ده د شوې.

ياده محصله وايي: ((د لومړیو کلونو په پرتله اوسمهال د ځوانان ناهيلۍ ډېرې شوې دي، له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته ما فکر کاوو چې ښه ژوند او دنده به ولرم، خو اوس دوه کاله فارغه شوې يم، بېکاره ګرځم او له اقتصادي ستونزو سره مخ يم.))

د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی ځوان علاوالدين وايي: ((موږ يواځې د راډيو او تلويزيون له لارې اورو چې د ځوانانو لپاره کار شوى، خو په عمل کې تر اوسه موږ څه په سترګو نه دي ليدلي.))

هغه زياتوي، هر کال زرګونه محصلين له پوهنتونونو فارغېږي، خو بيا په دندو پسې سرګردانه ګرځي او چې دنده پيدا نه کړي، ايران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي.

د نوموړي په وينا، په تېرو څو کلونو کې ميلياردونه ډالر هېواد ته راغلل، خو داسې کومه بنسټيزه پروژه پرې پلې نه شوه چې ځوانانو ته د کار زمينه پيدا شي.

ده زياته کړه: ((د ځوانانو لپاره د کار داسې طرحه جوړه نه شوه چې له کومو پوهنځيو څخه څوک فارغېږي چېرته داخل شي او يا ورته د اقتصادي همکاريو لپاره کومه پروژه جوړه شي.))

د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکى وايي چې اوسمهال د تېرو کلونو په پرتله د ځوانانو وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

د نوموړي په خبره چې پخوا به يې پلرونو او د کورنيو نورو غړو په سړکونو يا وړو پروژو او نورو برخو کې يو څه کار کاوه او اولادونو به یې زده کړې کولې خو اوس هېڅ نشته.

هغه وايي: ((زما د کورنۍ پنځه ځوانان له دوولسم څخه فارغ شول، وراره مې دوه مې خوريان  او يو مې زوی، دوی پوه شول چې زده کړه اهميت نه لري بيا ايران ته ولاړل.))

د نوموړي په وينا، څه موده وروسته خبر راغى چې په ترافيکي پېښه کې څلور تنه يې وژل شوي دي.

د کاپيسا د مدنې ټولنې رييس حشمت الله ساپی وايي چې يو شمېر ادارو د ځوانانو لپاره تر يو حده کار کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ په کاپيسا د ځوانانو څو ټولنې او برخې لرو د ژوند د يو شمېر برخو په اړه مو دوی ته کمپاينونه کړي، سپورتي پروګرامونه مو جوړ کړي، د دوی د يووالي لپاره مو کار کړی دى.))

ساپي زياته کړه چې په پوهنتونو او ښوونځيو کې د ځوانانو په داخلې کې مرستې کړې او يو شمېر ته يې د وړيا زده کړو زمينې برابرې کړې دي.

خو هغه هم ومنله، هغه ډول پروګرامونه چې ځوانانو سره یې په لوړو زده کړو او اقتصادي وده کې ډېرې مرسته وکړې، حکومت او نړيوالو په لاره نه دي اچولي.

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرزا محمد رجا وايي چې د بې کارۍ له ا مله يو شمېر ځوانان پر نشه يي توکو روږدوي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په مرکز کې د هغو کسانو لپاره چې پر نشه يي توکو اخته شوي،  روغتون لرو ډېر ځوانان دي، کله چې له دوى سره د روږدي والي پر عواملو خبرې کوو  ډېرى ځوانان وايي چې کورني مسووليتونه لرم ، خو کاروبار نشته او د غمونو له امله په نشه يي توکو روږدي شوى يم.))

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري هم تاييدوي چې د ځوانانو لپاره جدی پاملرنه نه ده شوې، خو زياتوي، کوم پروګرامونه مرکزي حکومت په پلان کې لرل، په کاپيسا کې هم پلي شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ولايت مقام خپلې ادارې لري د هغوی د پلان په اساس له مرکز څخه يا اړونده وزارتونو څخه بوديجه ټاکل کېږي ځوانانو لپاره معينيت هم شته.

د نوموړي په وينا، مونږ د ولايت په کچه په سپورتي، عامه پوهاوي، ځينې تحصیلي بورسو او نورو په برخه کې د خپل وس په کچه هر اړخېزه مرستې کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه