منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصادغړي

ډېر ژر به د اقينې بندر له لارې له ترکمنستان سره د رېل کرښه پرانيستل شي

· 2 دقیقې لوستل · 86 کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ لړم ۹۵): د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوولين وايي چې د شمال د اقينې بندر له لارې به د لاجوردو پر لاره د رېل کرښې په جوړېدو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پراختيا ومومي.

د دغه ولايت د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي د لړم په ۳مه په بلخ ولايت کې د شمال زون په کچه د لاسي صنايعو د نندارتون د جوړېدو په تړاو خبري ناسته کې وويل چې د شمال د اقينې بندر له لارې به د لاجوردو پر لاره د رېل کرښې په جوړېدو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پراختيا ومومي.

نوموړي چابهار بندر- هرات او حيرتان بندر- چين تر منځ د رېل کرښو جوړېدل د نړيوالو سوداګريزو اړيکو په سمبالښت کې خورا مهمې وګڼلې.

هغه زياته کړه چې په راتلونکي يوه مياشت کې به د شمال د اقينې بندر له لارې له ترکمنستان سره د لارجوردو پر سوداګريز لار د رېل کرښه پرانيستل شي.

ارش وويل چې د دې کرښې په پرانيستو به د شمال له لارې د افغانستان سوداګريز اړيکې له اروپايي هېوادونو سره پياوړې شي.

نوموړي په شمال کې د کرنيزو او صنعتي توليداتو د چارو د پراخېدو په اړه هم خبرې وکړي.

هغه په همدې تړاو په راتلونکې اونۍ په مزارشريف ښار کې د شمال زون د کرنيزو او صنعتي کورنيو توليداتو د نندارتون د جوړېدو يادونه وکړه.

ارش وويل، چې په دغه نندارتون کې به د هېواد په کچه توليد شوي صنعتي او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې شي، چې لس سلنه به کې د ښځينه سوداګرو او توليدکارانو وي.

د بلخ ولايت سوداګر محمد رفيق، چې په ياده ننداره کې به کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کوي، پژواک ته وويل چې ورته نندارې د دوی سوداګريزو چارو ته پراختيا ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ تر ټولو ستر مشکل له خپلو توليداتو د عامو خلکو خبرول دي، موږ ضرورت لرو چې عام خلک په کورنيو توليداتو باور وکړي.))

هغه وايي چې په همدې موخه په ياد نندارتون کې برخې اخيستو ته لېوال دی.

د سوداګريزونو خونو رييس ارش يونسي وويل چې له ورته نندارو څخه يې موخه له کورنيو توليداتو سره د خلکو اشنايي، بازارموندنه او توليدکارانو او سوداګرو تر منځ د اړيکو د ټينګښت او قرارداد کولو اسانتيا برابرول دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه نندارتون کې به په ۱۵۰ غرفو کې بېلابېل صنعتي او کرنيز کورني توليدات د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

احساس
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد
سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

سوداګري او اقتصاد

سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

سوداګري او اقتصاد

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

سوداګري او اقتصاد

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

سوداګري او اقتصاد

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

سوداګري او اقتصاد

هرات کې ښځینه پلورونکې؛ له کورني محدودیتونو په بازار کې تر کاره