منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تګاب انارو ښه حاصل ورکړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې

محمودراقي (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د انارو حاصلات يې سږ کال ښه و، د تېر کال په پرتله يې بيه هم څو برابره لوړه شوې ده.

د دوی په وينا، خواږه انار له تګاب څخه پاکستان ته وړل کېږي چې هلته د کراچۍ بندر له لارې نورو هېوادونو ته هم استول کېږي.

د تګاب ولسوالۍ د شاهي خېل سيمې اوسېدونکي او بڼوال خيرالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ وچه او تازه مېوه ننګرهار، کابل او پاکستان ته وړل کېږي.

د هغه په وينا، ځايي سوداګر يې هم اخلي، خو کله نا کله له پاکستان څخه سوداګر او کمېشن کاران راځي، له انارو موټر باروي او پاکستان ته يې وړي.

خيرالله وايي، د افغانستان او پاکستان د اړيکو د خرابوالي او په تورخم کې د ځينو محدويتونو له امله بڼوال په وېره کې وو چې تازه انار يې خراب نه شي خو د دواړو هېوادونو تر منځ خرابې اړيکې پر سوداګريزو اړيکو کومه اغېزه ونه کړه.

د نوموړي په وينا، د تېر کال په پرتله يې د انارو حاصلات ډېر او بيه يې هم دوه برابره زياته شوې ده، تېر کال يو خروار انار (٥٦٠ کيلو ګرامه) په ٤٠ زره افغانيو وې، خو سږ کال يې بيه ٨٠ زرو ته لوړه شوې ده.

د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو سيمې اوسېدونکی خيبر  هم وايي، په روان کال کې هم د خوږو او هم د تروو انارو بيه لوړه شوې ده.

هغه زياتوي، بڼوال سږ کال خوشحاله دي او ډېرې ګټې يې ترلاسه کړې دي.

د خوږ انارو يوه سوداګر فضل الحق ساپی وايي چې  سږ کال حاصلات هم ښه وو او د انارو کيفيت او بيه هم ښه وه.

هغه زياتوي چې ځايي سوداګر هره ورځ له پاکستاني مارکېټونو څخه نرخونه اخيستل او بيا يې دلته له ځايي سوداګرو په هماغه ډول کاروبار کاوو.

نوموړى وايي: ((موږ د انارو لپاره دوه منۍ او يو منۍ پېټۍ جوړوو، کاريګر ورته نيسو  په لويو موټرو کې ننګرهار ته وړو ، هلته موتر محصول کېږي ، که موټر اسناد ولري، نېغ په نېغه يې پېښور ته وړي او که نه وو، په ننګرهار کې يې نورو موټرو کې باروو.))

بلخوا د تګاب يو شمېر اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ پر رياست نيوکه کوي چې  په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د تګاب د تازه مېوو د خونديتوب  لپاره هېڅ اساسي کار نه دی کړی.

د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکی  حاجي لطف الله وايي: (( انار هم تنکۍ مېوه ده کله چې له ونو څخه يې شکوو نو زخمي کېږي او  دا بيا په کوټو کې اچوو چې د وخت په تېرېدو سره  خرابېږي.))

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست په دې اړه  خلکو ته  سړې خونې نه دې جوړې کړې چې بڼوال په کې خپلې تازه مېوې خوندي کړي او نه يې هم ورته سم مارکېټ جوړ کړى دى.

د نوموړي په وينا، که چېرې حکومت سړې خونې جوړې کړي، نو بڼوال به په کې خپل انار وساتلى شي او بيا وروسته  يې په لوړه او ښه بيه خرڅ کړي.

د کاپيسا د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالوهاب نسيمي تاييدوي چې په تېرو کلونو کې د تګاب د انارو لپاره اساسې کار نه دی شوی، خو زياتوي چې دى نوى د کرنې د رييس په توګه ټاکل شوى، په دې اړه ډېر معلومات نه لري.

خو هغه زياتوي چې په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو له امله هلته سړې خونې نه دې جوړ شوې، خو د ولايت په مرکز کې د انګورو لپاره جوړې شوې دي.

د نسيمي په وينا، دوى به هڅه وکړي چې په راتلونکي کې د تګاب ولسوالۍ امنيت ته په کتلو سره هلته هم بڼوالو ته اسانتياوې برابرې کړي.

د يادونې وړ  ده چې د کاپيسا تازه مېوې لکه انار او  انګور او الوبخارا  له هېواده بهر هم صادرېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه