مزارشريف (پژواک،۱۳مرغومی۹۵): د ښځو د حقونو په برخه کې کارکوونکې مدني فعالانې وايي، د کار په ساحه کې د ښځو ځورول د ښځو د خود سانسورۍ لامل شوی دی.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۳مه، د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون جوړولو او د کار په ساحه کې د ښځو ځورونې د مخنيوي په موخه د قانون توشېح کولو په برخه کې د ولسمشر د تعهد په تړاو غونډه جوړه شوې وه.
په دغې غونډه کې چې د ((خبرگذاری زن)) ټولنې له خوا جوړه شوې وه، د بلخ مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې کارکوونکو مېرمنو برخه اخيستې وه.
د يادې ټولنې مسوولې مېرمن حميرا ثاقب وويل، نننۍ غونډه د دې لپاره بلل شوې، چې خلکو ته د ښځو د ژوند په برخه کې د اسانتياوو رامنځ ته کېدو په تړاو د ولسمشر تعهدات ورپه زړه کړي.
نوموړې زياته کړه، ولسمشر غني د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون د جوړېدو او همداراز د کار په ساحه کې د ښځو د ځورونې د مخنيوي په موخه د قانون د تصويب وعدې کړې وې.
د هغې په وينا، لا هم په افغانستان کې مېرمنې د کار په ساحه کې په بېلا بېلو بڼو ځورول کېږي.
دې زياته کړه، دغه ځورونه د دولتي ادارو تر څنګ په رسنيزو دفترونو کې هم ليدل شوې ده.
د بلخ ولايت مدني فعالانې وايي، دولت بايد د ښځو د ژوند د پرمختګ لپاره لازمې هڅې وکړي.
د دې ولايت مدني فعالې مسعودې حميدې پژواک ته وويل، په بلخ کې هم مېرمنې د کار په ساحه کې ځورول کېږي.
نوموړې زياته کړه، د کار په ساحه کې د ښځو ځورول د هغوی د ژوند په بېلا بېلو اړخونو باندې منفي اغېز کوي.
هغه وايي: ((له همدې امله ډېرې نجونې او مېرمنې خود سانسورۍ ته اړ کېږي، چې له امله د تعليم، کار او سياست په برخه کې وروسته پاتې کېږي.))
مدني فعالان وايي، له تېرې لسيزې راپدېخوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د لاسته راوړو او په ژوند کې د اسانتياوو رامنځ ته کېدو لپاره ډېرې چارې تر سره او ډېر پيسې لګېدلې دي؛ خو افغان مېرمنې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










