منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​قوماندان کوتره: له خپلو خلکو د هر ډول يرغل دفاع کوم

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

پلخمري (پژواک ١٨ کب ٩٥): قوماندان "کوتره"، د بغلان ولايت يو هغه مېرمن چې پخوا يې د سلګونه وسله والو مشرتوب پر غاړه درلود، وايي چې په ياد ولايت کې وسله وال مخالفين د هرې ورځې په تېرېدو پياوړي کېږي او دولت بايد د دوى د ځپلو په موخه کره پلان په پام کې ونيسي.

دغه مېرمن په بغلان ولايت کې له پېژندل شوو جهادي قوماندانانو شمېرل کېږي چې د شوروي له يرغل وروسته يې وسله پورته کړه او د سلګونه نارينه وسله والو مشرتوب يې پر غاړه واخيست.

قوماندان کوتره، چې ٦٥ کاله عمر لري، اوسمهال د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې ژوند کوي او له ٢٠ د زياتو کسانو مشري پر غاړه لري؛ د پژواک خبري اژانس له خبريال سره د مرکې پر مهال وويل: "ما د دوښمنانو د ظلم له لاسه وسله پورته او د دوښمن په وړاندې وجنګېدم چې له خپلې سيمې او خلکو مې په زړورتوب دفاع وکړه او هيڅکله مې هم کومې ډلې ته پر خپلو خلکو د ظلم کولو اجازه نه ده ورکړې."

نوموړې زياته کړه، اوس هم د وسله والو مخالفينو پر وړاندې دريږي او وسله والو ته به د نهرين د نيولو اجازه ورنکړي.

هغې د بغلان د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "بغلان کې نا امنۍ زياتې شوې او د دولت وسله والې ډلې ورځ تر بلې پياوړې کېږي، چې دولت بايد د يادې ډلې د ځپلو په موخه يو جدي پلان او تصميم په پام کې ونيسي."

يادې مېرمنې زياته کړه، دولت بايد په بغلان ولايت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او امنيت ټينګښت لپاره له مشرانو او جهادي شخصيتونو سره مشوره وکړي او له دې لارې بايد شته ننګونې له منځه يوسي.

قوماندان کوترې د خپلې مرکې په بله برخه کې د ښځو ورځې او د بغلان ولايت د ښځو وضعيت په اړه وويل، په دې کې شک نشته چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د ښځو حقونو د ټينګښت لپاره کارونه وشول؛ خو د بغلان ښځو حقونو ته بيا هم پاملرنه نه ده شوې.

هغې زياته کړه: "دولت د بغلان مېرمنو ته پوره پاملرنه نه ده کړې، بايد په ټول هېواد کې عدالت او مساوات په پام کې ونيول شي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې