لښکرګاه (پژواک، ۱۴وری۹۶): د هلمند د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د کليو او پراختيا رياست له لوري ٤٧ پروژې په خيالي توګه ترسره شوې دي.
دغه څرګندونې د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي د وري په ١٤مه په مرکز لښکرګاه کې د يو شمېر رياستونو د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د ناوې اوسېدونکي حاجي اغا وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي پيوستون ٤٧ پروژې نه دي پلې شوې، خو پيسې يې له بانک څخه ايستل شوي او شخصي جيبونو ته تللې دي.
ده وويل، ټاکل شوه چې په تېرو دوو کلونو کې په ناوې ولسوالۍ کې ٧٥ د ملي پيوستون پروژې پلې شي، خو له دې ډلې څخه يواځې ٢٨ يې پلې شوې دي.
د هغه په وينا، دغه موضوع يې د ولايت له مقام، څارنوالۍ او د کليو پراختيا رياست سره شريکه کړې وه او په دې برخه کې څېړنې هم شوې دي.
هغه وايي: (( څېړنې ښيي چې ٤٧ پروژې په خيالي توګه ترسره شوې دي او پيسې افرادو او اشخاصو اخيستې دي.))
دغه راز د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي حاجي محمد رضا وويل چې په دې ولسوالۍ کې د هرې پروژې لپاره دوه نيم ميليونه افغانيو څخه تر درې ميليونه افغانۍ په پام کې نيول شوې وې.
هغه زياته کړه: (( يواځې ٢٨ پروژې يې پلې شوې نور يې نه دي عملي شوي خو پيسې يې جيبونو ته اچول شوې دي.))
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د کليو او پراختيا رييس محمد عمرقانع وويل، کيداى شي په دې پروژو کې ستونزې وي خو په بشپړ ډول امکان نه لري چې يوه پروژه دې نه وي ترسره شوې.
ده وويل چې په اړونده برخه کې به جدي څېړنې وکړي.
دغه راز په هلمند کې د ملي پيوستون مشر جاوېد نعمتي وويل: (( په ناوې ولسوالۍ په دومره لوړه کچه فساد امکان نه لري، خو په اړه به يې پلټنې وکړو.))
د هلمند والي حيات الله حيات هم وويل چې په هلمند کې د يادو خيالي پروژو په اړه به جدي پوښتنه وکړي.
هغه زياته کړه: (( زه د يوې پروژې پوښتنه کوم، دا خو لا ٤٧ پروژې دي او فساد کوونکو سره به قانوني چلند وشي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دافغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې دخيالي ښوونځيو، خيالي سرتېرو او خيالي پروژو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









