مزارشريف (پژواک، ۱۵ ورى ۹٦): په مزارشريف کې يو شمېر خلک شکايت کوي چې د سيمې پخواني وسله وال يې په خپلو ځمکو کې کار کولو ته نه پرېږدي او باج ترې غواړي.
د کابل- مزار پر لويه لاره د مومن اباد په نامه کرنيز فارم جوړ شوی، کروندګر يې شکايت کوي چې د سيمې زورواکي ترې جذيه غواړي.
دوى وايي، دوی ۱۳۵ کورنۍ دي او۲۷۰۰ جريبه ځمکه لري چې د مزار ښار شمال ختيځ لور ته پرته ده.
د دغه کرنيز فارم استازى او دهقان مومن خان د وري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال له دوى څخه په ځمکو کې د شلو کورونو لپاره ځمکه غواړي.
نوموړي زياته کړه، دوى د خپلو دغو ځمکو پر سر چې ۲۵ کاله وړاندې يې له دولت څخه قراردادي نيولې، کورونه جوړ کړي او زراعتي کړې يې دي.
د هغه وينا، د خپلو ځمکو قانوني اسناد په لاس کې لري چې د يوه قسط پيسې يې هم دولت ته تسليم کړې دي.
دى وايي: ((غير قانوني وسله وال رانه کله د ۲۰ کورونو ځمکه غواړي او کله رانه د کور پر سر ۲۰زره افغانۍ غواړي.))
هغه زياتوي، وسله والو پر دوى حمله کړې او د ځمکو په سر جوړې شوې ودانۍ يې نړولې دي او د دوى څو تنه دهقانان يې هم ټپيان کړي دي.
مومن خان ادعا کوي چې د بلخ پوليس هم له دغو وسله والو سره لاس لري؛ ځکه چې څو ځلې يې ورته عريضه کړې خو دوى يې هر ځل له خپل دفتر څخه شړلي دي.
نوموړي د بلخ پر پوليسو تور پورې کړ چې ستونزه يې ورته نه هواروي.
د ده په خبره، څه موده وړاندې بلخ ته د کرنې وزارت لوړپوړي مسوولين ورغلي وو چې د دوی اسناد يې سم وبلل؛ خو بيا هم د زورواکو له خوا ترې د جذيې غوښتنه کېږي.
هغه وويل، دغو وسله والو مخکې د دوی مزاحمت نه کاوه؛ خو له کله چې د بلخ والي له ولسمشر سره جوړ جاړى وکړ او ويې ويل چې له ولايت څخه به استعفا وکړي، نو دغو وسله والو ورته مزاحمتونه پيل کړل.
د سيمې يو بل اوسېدونکى حبيب الله وايي، درې ځل د دوی پر ځمکو باندې له سلو زياتو کسانو بريد کړی او د دوی ابادۍ يې نړولې دي.
نوموړي زياته کړه، زورواکو پر دوی ځکه بريدونه کړي چې هغوى د دې کرنییزې ځمکې د څرځای دعوا کوي.
د هغه په وينا، غواړي په دې ځمکه کې د چرګانو، غواګانو او نورو اهلي حيواناتو فارمونه جوړ کړي چې کارونه يې هم تر ډېره ځايه مخکې تللي؛ خو د وسله والو له بريدونو وروسته يې کارونه ځنډولي دي.
دى وايي، دا چې دولت له خلکو غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي، نو که د خلکو د پانګونې پر وړاندې دغه ډول ستونزې حل نه شي، نو هېڅوک نه غواړي خپلې پيسې برباد کړي.
بلخوا د بلخ امنيتي مسوولين له يادو کروندګرو هيله وکړه چې د خپلو ستونزو د حل لپاره دې امنيه قومنداني ته ورشي.
د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، له يادې موضوع سم معلومات نه لري.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې هېڅوک له قانونه پورته نه دی او هېڅوک د جذيې اخيستو حق نه لري.
د هغه په خبره، که چېرې د ياد کرنيز فارم مسوولين امنيې قوماندانۍ ته رسمي عريضه وکړي او دوی ته په کې زورواکي په نښه کړي، نو قانون به پلی کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









