مزارشريف (پژواک، ۱۱ غويی ۹۶): د بلخ ولايت لسګونو کارګرو د خواريکښو د نړيوالې ورځې په مناسبت د خپلو حقوقو لپاره لاريون وکړ.
دوی چې د بلخ د ځينو فابريکو چارې يې ټکنۍ بللې، اندېښنه يې وښوده چې ځوانان د بې کارۍ له امله د مخالفو وسلخ والو ليکو ته ورځي.
د بلخ کارګرو د غويي په ۱۱مه په مزارشريف ښار کې د محکمې پر سړک د خپلو غوښتونو په موخه لاريون وکړ او له دولت څخه يې په جدي توګه د کار او رزګار غوښتنه وکړه.
دغه لاريون چې د بلخ ولايت د ګارګرو ټولنې له خوا پيل شوی و، د لاريون په اوږدو کې يې ((موږ کار غواړو))، ((موږ کور غواړو))، ((موږ عادلانه مزدوري غواړو)) شعارونه ورکول، له ځان سره يې د کار غوښتنې چاپ شوي شعارونه هم لېږدول.
د ياد لاريون ګډون کوونکی محمد موسی وايي چې دی د چوک د سر مزدور دی.
نوموړي پژواک ته وويل چې هره ورځ د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پيدا کولو په موخه چوک ته راځي، چې ډېری وخت ورته کار نه پيدا کېږي.
هغه وايي چې کله پيدا هم شي نو د ټولې ورځې د کار په بدل کې يې څوک ورته له ۲۰۰ افغانيو ډېره مزدوري نه ورکوي.
موسی وويل چې دولت د عامو خلکو لپاره د کار پیدا کولو کومه ځانګړی پروګرام نه لري، له همدې امله دوی په سخته ژوند تېروي.
نجيب الله هم چې په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې وه، د سرچوک مزدوري کوي.
نوموړي پژواک ته وويل، له کومې ورځې چې د ولسمشرۍ ټاکنې شوې او نوی ولسمشر ناست دی، سمه ورځ يې نه ده ليدلې.
د هغه په وينا، دوی د خپلې کورنۍ لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره هره ورځ لالهانده وي؛ خو لا يې په ماړه نس ډوډۍ نه ده ورکړې.
نجيب الله پر دې هم خپه و چې د نوي حکومت له راتګ سره د ځوانانو وژنه او ترهګري په هېواد کې ډېر شوي دي.
د ننني لاريون تنظيموونکي او د بلخ د کارګرو ټولنې مسوول محمد حس کامران پژواک ته وويل چې نظر هغو سيمو ته چې هېڅ امنيت په کې نشته، بيا هم د بلخ کارګرو ورځ ښه ده.
خو نوموړي د معاش او ورځنۍ مزدورۍ له اړخه د بلخ د کارګرو ورځ له ستونزو سره مخ وګڼله.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د فابريکو چارې د نشت برابرې دي چې له امله يې ډېر خلک بې روزګاره دي.
کامران د نساجي فابريکې، د سيلو او جينو پرس فابريکو يادونه وکړه چې له مودو يې چارې ټکنۍ دي او کارګر يې بې روزګاره پاتې دي.
نوموړي اندېښنه وښوده چې ډېری ځوانان د کار د نشتوالي له امله مجبور شوي چې د وسله والو مخالفينو ليکو ته لاړ شي.
هغه ټينګار وکړ، که چېرې دولت د بې کارګرو لپاره د کار اسانتياوې برابرې نه کړي؛ نو حالت له دې هم ترينګلي کېدی شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









