ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او یوې بهرنۍ کمپنۍ ترمنځ د قرضو د ورکړې هوکړه لاسلیک شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او یوې بهرنۍ کمپنۍ ترمنځ د قرضو د ورکړې هوکړه لاسلیک شوه

author avatar
17 Jul 2017 - 15:04
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او یوې بهرنۍ کمپنۍ ترمنځ د قرضو د ورکړې هوکړه لاسلیک شوه
author avatar
17 Jul 2017 - 15:04

کابل (پژواک، ۲٦ چنګاښ ۹۶): د لومړي ځل لپاره د اطلاعات او فرهنګ وزارت او یوې بهرنۍ کمپنۍ ترمنځ د زده کړو په موخه افغانانو ته د قرضو د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات او د ایکسچینجر زون کمپنۍ اجرائیوي رییس ډاکتر ظریف امین یار له خوا لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې به ایکسچینجر زون کمپنۍ په مرکز او ولایاتو کې هغو افغانانو ته قرضې ورکوي چې د اقتصادي خوارځواکۍ له امله له زده کړو وروسته پاتې دي.

د ځوانانو چارو معین کمال سادات په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دا یوه اوږودمهاله پروسه ده او هېوادوال کولى شي په مرکز او ولایاتو کې د ځوانانو چارو معینیت له لارې يادې پروسې سره یوځاى شي.))

سادات په تعلیمي برخه کې یاد هوکړه لیک ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یی کړه، چې د ځوانانو چارو معینیت به په نږدې راتلونکي کې ځوانانو ته د کار موندنې او تجارت په برخه کې هم ورته ګامونه پورته کړي.

د ایکسچینجر زون کمپنۍ اجرایيوي رئیس ډاکټر ظریف امینیار وويل: ((د زده کړو په برخه کې دا لومړنی هوکړه لیک دى، چې په مرسته به یې افغانانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې او د سواد کچه لوړه شي.))

امینیار وایې، که څه هم تر دې دمه پر دې بحث نه دى شوی چې څه ډول او په کومو شرایطو به قرضي ورکړل شي خو زیاتوي چې د لوړو زده کړو له وزارت او ځوانانو چارو له معینیت سره په همغږۍ پر یو ګډ میکانیزم کار کوي تر څو هغو افغانانو ته چې په شرایطو برابر وی قرضي ورکړي.

امینیار زیاتوي چې د یاد هوکړه لیک له مخې به نارینه او ښځینه زده کړیالانو ته يو ډول قرضه ورکړل شي.

د يادونې ده، د هېواد تر ۵۰ سلنه زیات وګړي د اقتصادي ستونزو له امله له زده کړو وروسته پاتې دي، چې ځېنو یې درندو کارونو ته مخه کړې، ځېنې يې نشه يي توکو مخه کړې ، يو شمېر وسله والو ډلو سره يو ځاى شوي او ځينې بيا نورو هېوادونو ته د کار اومزدورۍ لپاره تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.