منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۲ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناټو: افغان هوايي ځواک سږ کال تر زرو ډېر هوايي عمليات کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): ناټو د افغان هوايي ځواک ستاينه کوي او وايي چې په روان کال کې يې تر زرو زيات هوايي عمليات ترسره کړي دي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند بېل سالوېن د زمري په ٨مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه د افغانستان وروستيو نا امنيو او د ولسواليو سقوط ته په اشارې سره وويل چې افغان ملي ځواکونه له يوه داسې ناروغ، خوږمن او بې رحمه دښمن سره مخ دي چې د ملکي وګړو او نظامي هدفونو ترمنځ توپير نه کوي.

نوموړي د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ستاينه وکړه چې د ولسواليو په له لاسه ورکولو کې يې خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او په مېړانې سره يې بېرته ځينې ولسوالۍ ترلاسه کړې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د وروستيو لاسته راوړنو تر شا به د روسيې مرسته او ملاتړ نه وي؟ د ناټو وياند ومنله او ویې ویل چې روسيه له طالبانو سره له بېلابېلو لارو مرستې کوي.

بېل سالوېن وويل چې روسيه په مسکو کې له طالبانو سره ليدنې کتنې کړې  او روسيې دا ادعا کړې چې طالبان يواځېنۍ ډله ده چې په افغانستان کې له داعش سره جګړه کوي.

خو د ناټو وياند وايي، چې د داعش له رامنځته کېدو سره سم افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له دې ډلې سره په جګړو  بوخت دي او پر وړاندې يې د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، طالبان هغه مهال له داعش سره جګړه کوي چې دوى ته ګواښ رامنځته شي او په ځينو سيمو کې له داعش سره له جګړو ډډه کوي.

د روسيې له خوا طالبانو ته د وسلې ورکولو په اړه د ناټو وياند وايي، هر هغه هېواد چې له طالبانو سره د وسلو مرستې کوي، هغوى له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي.

هغه زياتوي: ((موږ پخوا هم څو ځلي ويلي، هر هغه هېواد چې غواړي د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي، بايد له افغان حکومت سره کار وکړي چې د افغانانو په رايو رامنځته شوى دى.

سالوېن يو ځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي؛ ځکه چې د ده په وينا، د سولې لپاره يواځېنۍ لاره پخلاينه ده.

د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند وايي چې  د دوى د ماموريت موخه د افغان ځواکونو روزنه او هغوى ته مشورې ورکول او همکاري ده.

نوموړى وايي: ((موږ د روان جګړه ييز موسم او له هغه وروسته له افغان ځواکونو سره خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکوو.))

د سالوېن په وينا، افغان حکومت اوس مهال د ٦٦ سلنې خاورې واک لري، وسله وال طالبان د ١١ سلنې او پر ٢٣ سلنې نورې برخې دواړه خواوې واک لري.

خو هغه وايي چې اکثره افغانان په خپل هېواد کې سوله، ثبات او پرمختګ غواړي.

د ناټو وياند د افغان هوايي ځواک د پرمختګونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دغه ځواک په دې وروستيو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او افغانان بايد پرې ووياړي.

د هغه په وينا، افغان  هوايي ځواک سږ کال تر زرو زيات هوايي عمليات ترسره کړي او له ځمکنيو ځواکونو سره يې د پام وړ همکاري کړې ده.

سالوېن وويل چې د غور ولايت د تيورې ولسوالۍ د بيا نيولو په عملياتو کې افغان هوايي ځواک مهم رول درلود.

د هغه په وينا، دغه هوايي بريدونه ټول د افغان ځواکونو له خوا پلان، طرحه او ترسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې