ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پوهنې وزارت سره نږدې ٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وشوه

له پوهنې وزارت سره نږدې ٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وشوه

author avatar
15 Aug 2017 - 16:52
له پوهنې وزارت سره نږدې ٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وشوه
author avatar
15 Aug 2017 - 16:52

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): بېلابېلو موسسو د افغانستان د پوهنې له وزارت سره نږدې ٧ ميليون امريکايي ډالره مرسته وکړه چې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه به په نهو ولايتونو کې ولګول شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ٤.٧ ميليونه امریکايي ډالر، اینټرساس نړيوالې موسسې ٧٢٣زره امریکايي ډالر، له ماشومانو څخه د ملاتړ نړيوالې موسسې ٥٥٠زره امریکايي ډالر، د افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د انساني مرستو موسسې (حاکا) ٢٦٩زره ډالر، زوا بهرنۍ موسسې ٢٦٥زره ډالر، د جاپان د یونیسکو ملي فدراسیون ٢٣٦زره ډالر، "اسایش جهاني" موسسې ١٦٧زره ډالر او د ستاره عرفان په نوم کورنۍ موسسې ١.٤ ميليونه افغانۍ (څه باندې شل زره امريکايي ډالر) او کاناډايي اسلاميک ریلیف موسسې ١.٢ ميليونه افغانۍ (څه باندې دیارلس زره امریکايي ډالر) مرسته کړې ده.

د دې مرستې او يادو پروژو د پلي کېدو تړونونه نن د پوهنې وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي او د یادو مؤسسو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسليک شول.

د پوهنې وزير وويل چې يادې موسسې به په دغو پيسو په کندهار، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې په بېړنیو حالاتو کې تازه راستانه شوو ۴۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي او په راتلونکو دوو کلونو کې به په بلخ او باميانو ولايتونو کې دوه زره مېرمنو ته د سواد زده کړو لپاره ۲۴ درسي خونې جوړې کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، د مرستې پر يادو پيسو به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ننګرهار ولایت په پنځو ښوونځيو کې ١٥ درسي خونې او لس تشنابونه او د کابل او کندهار په ولایتونو کې به ٩٦ ټولګي جوړ شي.

ده وويل چې له دې لارې به په کابل او کندهار کې لس زره زده کوونکو ته د زده کړو اسانتياوې برابرې شي.

د پوهنې سرپرست وزير وايي چې يادې موسسې به په مرسته شوو پيسو په لوګر ولايت کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ بيا ورغوي او په پروان، کابل او باميانو کې به زرو تنو ته د سواد او مسلکي زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه چې د مرستندویه موسسو مرستې یې ځکه یادو ولایتونو ته ځانګړې کړې چې يا جګړو ډېر ځپلي او يا يې ډېر وګړي له زده کړو محروم پاتې دي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وایې، وزارت به د دې پروژو د پلې کېدو چارې څاري څو په ښه او رڼه توګه ترسره شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: "ولایتونو ته د موسسو د بهرنیو وګړو د تګ په برخه کې امنیتي ستونزې شته او د دې ستونزې د حل په موخه له امنیتي ارګانونو، سیمه يیزو ادارو او د سیمې له مخورو سره خبرې کوي، څو د هغوی د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي."

د پوهنې په برخه کې يادې مرستې په داسې حال کې دي چې افغانستان کې د شته شاوخوا ١٧زره ښوونځيو نږدې ٥٠ سلنه د خپلو ودانيو د نه لرلو له امله په کرايي خونو او يا هم خېمو کې فعاليت کوي.

دغه راز You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.