ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان : شمال زون کې د بشري حقونو کمېسيون  چارې  قناعت بښونکې نه دي.

مدني فعالان : شمال زون کې د بشري حقونو کمېسيون چارې قناعت بښونکې نه دي.

author avatar
11 Sep 2017 - 19:02
مدني فعالان : شمال زون کې د بشري حقونو کمېسيون  چارې  قناعت بښونکې نه دي.
author avatar
11 Sep 2017 - 19:02

مزارشريف (پژواک، ۲۰وږی ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي  چې په تېرو پنځلس کلونو کې د بشر حقوقو کمېسيون د بشري حقوقو د ساتنې په برخه کې اړينې چارې نه دي ترسره کړي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۰مه، د شمال زون د بشر حقوقو کمېسيون دفتر په دغه زون کې د تېرو پنځلس کلنو چارو په تړاو غونډه جوړه کړې وه.

د ياد کمېسيون مشر قاضي سيدمحمد سامع وويل، چې د بشر حقوقو کمېسيون د هڅو له برکته افغانان د بشر حقوقو له کلمې سره اشنا شول او هغوی د خپلو حقوقو څخه د ننګې او ساتنې لپاره وهڅول شول.

نوموړي زياته کړه  چې په تېرو پنځلس کلونو کې يې د شمال زون په کچه د بشر حقوقو د سرغړونې ۱۰۱۱ پېښې ثبت کړې دي.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې يې د ۸۳۷ پېښو حل په برخه کې له مراجعينو سره مرسته کړې ده.

د شمال زون د بشر حقوقو کمېسيون مسوول سامع وويل  چې لا هم په دغه زون کې د بشر حقوقو پر وړاندې خنډونه شته دي.

نوموړي که څه هم د عامې روغتيا او تعليم په برخه کې د تېرو پنځلسو کلونو لاس ته راوړنې مهمې وبللې؛ خو لا يې هم ناامني، فقر او بې روزګاري د بشر حقوقو پر وړاندې خنډونه وبلل.

د هغه په وينا، دوی مسووليت لري  چې د بشر حقوقو د ساتنې په برخه کې خپلې هڅې روانې وساتي.

خو مدني فعالانو د همدې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمېسيون د بشر حقوقو د ساتنې په برخه کې د ياد وړ لاسته راوړنې نه لري.

مدني فعال بشري انصاري وويل چې بشر حقوقو کمېسيون په تېرو پنځلس کلونو کې يوزاې د بشر حقوقو د سرغړونو په تړاو اعلاميې خبرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه  چې دوی د بشر حقوقو د سرغړونو پېښې غندلي او پر وړاندې يې عمل نه دی کړی.

دغه راز بل مدني فعال اسحاق شجاعي بيا کمېسيون ته مشوره ورکوي  چې په خپله تګلاره کې دې بدلون راولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.