کابل (پژواک،٢٣لړم٩٦): اسيا بنسټ سروې ښيي چې د هېواد د وضعيت په اړه د خلکو هيله مندي چې په وروستيو درېيو کلونو کې مخ په کمېدو وه سږ کال په داسې حال کې مخ په ډېرېدو ده چې هېواد کې ګڼ شمېر ستونزې شتون لري.
دا د اسيا بنسټ د هغې سروې موندنې دي چې پايلې يې نن کابل کې اعلان شوې.
د حکومت پر ښه کار کولو د خلکو د باور اووه سلنه زياتوالى، له کور څخه د باندې د مېرمنو له کار کولو څخه د ډېرى خلکو ملاتړ، د کاري فرصتونو او د کورنيو د مالي سوکالۍ کمېدل، له طالبانو سره د سولې پر شونتيا د نيمايي خلکو باور، پر مذهبي مشرانو د باور د لوړې سلنې خونديتوب، پر پراختيايي شوراګانو د خلکو د باور پنځه سلنه زياتېدل، پر ټاکنيزو کمېسيونونو د باور کچې څلور سلنه زياتېدل، د پارلمان پر غړو او وزيرانو د باور کچې کمېدل او له فساد څخه د کابو ټولو افغانانو شکايت، د دې سروې نورې سترې موندنې دي.
د اسيا بنسټ له ٢٠٠٤ کال راهيسې هر کال د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، ټاکنو، رسنيو، مېرمنو او کډوالۍ چارو په برخو کې "د افغانستان د خلکو سروې" برابروي او خپروي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سروې ګانې له ٢٠٠٦کال را په دېخوا په دې پوښتنې سره پيلېږي چې ايا هېواد پر سم لور روان دى او که پر ناسم؟ پر سم لوري حرکت د خوش باورۍ او پر ناسم لوري حرکت د بدبينۍ نښه ده.
د هېواد د حرکت مسير
د ياد بنسټ د سروې سږنۍ پايله چې نن په کابل کې اعلان شوه، څرګندوي، له کله چې دا سروې پيل شوې، د خوشبينۍ تر ټولو لوړه کچه ٢٠١٣ کال کې وه، هغه وخت چې له ٥٨ سلنه ډېر افغانان پر دې باور وو چې هېواد يې پر سم لوري روان دى.
په راپور کې راغلي چې د خوش باورۍ د کچې مخ پر ځوړ حرکت چې له ٢٠١٤ کاله پيل شوى و، په ٢٠١٧ کال کې معکوس حرکت څرګندوي او د خلکو په منځ کې د خوش باورۍ سلنه له ٢٩ څخه ٣٣ ته لوړه شوې ده.
سرچينې په ټولو حوزو کې د خوش باورۍ شمېرنه نه ده وړاندې کړې؛ خو ليکلي يې دي چې له ختيځې حوزې وروسته سوېل ختيځ او سوېل لوېديځ زونونه په ترتيب سره د خوش باورۍ د کچې د ٤٥ او ٤٢ سلنې په درلودو سره، په دې اړه لوړه سلنه لري.
هغه پوښتل شوي کسان چې باور لري هېواد پر سم لور د حرکت په حال کې دى، د خپلې خوش باورۍ لپاره يې دليل په ترتيب سره د بيا رغونې، امنيت، حکومتدارۍ، د مېرمنو حقوق، اقتصاد، نړيوالې ملګرتياوې، بشري حقوقو ښه کېدل، د بهرنيو لاسوهنو کمېدل او نور ښودلي دي.
خو د سرچينو د معلوماتو له مخې، هغه پوښتل شوي کسان چې د هېواد د وضعيت د ښه کېدو په اړه خوش باوره نه دي، د هېواد د وضعيت په اړه يې د خپلې بدبينۍ عوامل یې امنيتي، اقتصادي او حکومتدارۍ ستونزې بيان کړې دي.
په یاد راپور کې راغلي چې امنيتي ننګونې د دغو ستونزو په سرکې ځاى لري؛ ځکه له ٦٩څخه ډېرو پوښتل شوو کسانو له امنيتي ننګونو څخه شکايت کړى دى.
د يادونې ده، په هرو پنځو پوښتل شوو کې يوه يې په روان ميلادي کال کې د جنايت او تاوتريخوالي له کړنو څخه شکايت کړى او دغه شمېرنه د تېر څه باندې يو کال په پرتله له يو سلنه لږه کمه شوې ده.
سرچينې دغه راز ليکلي چې د ملي پوليسو د انصاف او رښتينولۍ په اړه د خلکو د باور سلنه له ٣٧ څخه ٤٤ ته او ملي اردو د انصاف او رښتينولۍ په اړه له ٤٩ څخه ٦٠سلنې ته لوړه شوې ده.
په راپور کې راغلي چې څه باندې ٤٩ سلنه ښار مېشتو او له ٣٦ سلنه ډېرو کليوالو د هېواد د وضعيت په اړه د خپلې بدبينۍ دليل اقتصادي ستونزې بللې دي؛ خو څه باندې ٣٨ سلنه هغه کسان چې په کليو کې ژوند کوي او له ٣٢ سلنه ډېر کسان چې په ښارونو کې ژوند کوي، د حکومتولۍ په اړه له اندېښنو څخه شکايت کړى دى.
سرچينې ليکلي چې په روان زېږديز کال کې له اوزبکو پرته د خوش باورۍ د عمومي کچې زياتېدل د ټولو قوي ډلو په اړه صدق کوي.
په راپور کې راغلي چې د ختيځ زون اوسېدونکو د خوش باورۍ کچه تر ټولو لوړه ښودل شوې ده.
د ازبکو خوش باوري په داسې حال کې کمه شوې ده چې د حکومت د مشرانو د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم تر منځ چې د ازبکو يو مشر دى، مخالفتونه رامنځته شوي دي.
دغه مخالفينونه له شاوخوا يو کال له په دېخوا او له احمد ايشچي سره د دوستم له قضيې وروسته رامنځته شوى دى.
دوستم له څه مودې را په دېخوا په ترکيه کې مېشت دى.
راپورونه وايي چې جنرال دوستم غوښتل د روان کال د چنګاښ مياشتې په وروستيو کې له ترکيې څخه بلخ ته ولاړ شي؛ خو په افغانستان کې مېشتو جرمني ځواکونو يې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کېناستلو اجازه ورنه کړه.
د حکومت له کړنو خوښي
په راپور کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې د بېلابېلو دولتي ادارو د کړنو له کيفيت او ښه والي نه د اخيستنو له پر له پسې کموالي، د روان کال اخيستنې ډېرې ښې شوې دي.
په ٢٠١٦ کال کې پر دولتي ارګانونو د خلکو د باور له تاريخي کمېدو وروسته، سږ کال دغه باور ډېر شوى دى؛ خو ځيني د خپل ژوند د وضعيت د ښه کېدو په اړه د رهبرانو پر وړتيا شک لري.
سرچينې ليکلي چې ٦٥سلنه پوښتل شوي باور لري چې د ملي يووالي حکومت په ټوله کې ښه کار کوي.
له کوره بهر د ښځو کار کول
د راپور له مخې، له هرو لسو پوښتل شوو نه چې اووه تنه يې لومړنۍ زده کړې لري او همدارنګه له هرو لسو ځواب ورکوونکو نه اته تنه چې لوړې زده کړې لري، له کوره بهر د ښځو له کار کولو ملاتړ کړى دى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










