مزارشريف (پژواک، ١٤ ليندۍ ۹۶): د بلخ کروندګر پر دې اندېښنه دي، که چېرې د سږني ژمي ورښتونه همداسې کم وي، نو د للمي ځمکو له کرلو پر پاتې کېدو سربېره به د اوبي ځمکو کر هم اغېزمن شي.
د ژمي په را رسېدو لا هم په بلخ کې واوره نه ده شوې خو باران يو ځل ورېدلی دی.
د دغه ولايت کروندګر وايي چې په تېرو کلونو کې دغه وخت واورې او بارانونه ډېر وو چې د اوبي ځمکو تر څنګ به للمي هغه هم د غنمو د کر لپاره چمتو وې.
د چمتال ولسوالۍ کروندګر موسی خان پژواک ته وويل چې ۵۰ جريبه ځمکه لري، خو د اوبو د کمښت له کبله يې هر کال نيمه کري او نيم بل کال ته پرېږدي.
نوموړي زياته کړه چې د طبيعي اوبو د کمښت له امله دې چارې ته مجبور دي، خو که چېرې کلني ورښتونه کم شي، نو کرنيزې چارې يې لا يې اغېزمنې کېږي.
د هغه په وينا، يوازې بلخ نه، بلکې د شمال ډېری للمي زاره دښتې د ژمي واورو او بارانونو ته په تمه وي، که چېرې ونه شي؛ نو نه شي کرل کېدای.
موسی خان وويل، دوی له همدې امله اندېښمن دي چې بايد تر دې دمه واورې شوې وای.
د بلخ ولسوالۍ کروندګر حاجي سليمان بيا وايي چې د ورښتونو نه کېدل يوازې للمي ځمکې نه، بلکې اوبي ځمکې هم په پوره توګه اغېزمنوي.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې شته طبيعي اوبو د کرنيزو ځمکو اړتيا په سمه توګه نه شي پوره کولی، نو بارانونو او واورو ته ډېره اړتيا وي.
د هغه په وينا، دمګړۍ د ابيارۍ له لارې د اوبي ځمکو د اوبه کولو شونتيا نشته، بارانونه هم ونه شي نو د وچو ځمکو د قولبه کولو شونتيا له منځه ځي.
د کرنې په برخه کې کار کوونکي بريالي سلطان زوی پژواک ته وويل چې د بلخ ځمکې د طبيعي اوبو د کمښت له امله له يادو ستونزو سره هر کال مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې په کې روانې اوبه يوازې ۳۴ متر مکعبه اړتيا پوره کولی شي.
د هغه په وينا، حکومت بايد په داسې سيمو کې د قطره يي سيسټم او يا هم د ورښتونو د اوبو د ذخيره کېدو له لارې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.
د بلخ د کرنې رييس سراج الدين مهربان که څه هم د ورښتونو د کمښت په تړاو د کروندګرو اندېښنې له وخته مخکې وګڼلې، خو د ستونزو په اړه يې په تدريجي توګه د حل کولو په موخه د خپلو هڅو يادونه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې د ژمي په درشل کې شوي باران او همدا ګړۍ د غرونو پر څوکو د واورو نښې دا زيری له ځان سره لري چې سږنی کال به وچ نه وي.
هغه د کرنيزې اوبو کمښت په تړاو وويل، دوی هڅې کوي، خو کرنيز پروژې او پروګرامونه په لنډ وخت کې ټولو اقتصادي او محيطي ستونزو ته ځواب نه شي ورکولی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









