منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د هوايي ځواکونو د پياوړتيا لړۍ چټکه شوې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امريکا به د ٢٠٢٠ زېږديز کال تر پايه پورې د افغانستان له هوايي ځواکونو سره د ١٥٩ بېلابېلو الوتکو او چورلکو مرسته وکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزير د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، د هېواد هوايي ځواکونه د پرمختګ او پياوړتيا په حال کې دي او اوسمهال يو شمېر بې پيلوټه الوتکې لري.

وزيري له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، د ملي دفاع وزارت د څلور کلن پلان (٢٠١٧-٢٠٢٠) پر بنسټ، چې د امنيت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا هم منظور شوى، هوايي ځواک د نورو پوځي برخو په څېر پراخېږي.

نوموړي زياته کړه، د افغانستان هوايي ځواک شمېر به تر راتلونکو درېيو کلونو پورې درې برابره شي، د دغو ځواکونو د کمزورتيا ټکي به له منځه يوړل شي او د هوايي ځواکونو هغه برخې به هم رامنځته شي چې تر اوسه پورې نه دي جوړې شوې.

وزيري د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه، اوسمهال د رادار سيستم غيرفعال دى او د دې لپاره هلې-ځلې روانې دي چې د رادار  ټولګى جوړ شي او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به ټرانسپورټي او اکمالاتي چورلکې او بمبارد کوونکې الوتکې زياتې شي.

د ده په خبره، د رادار سيستم د نه شتون له امله اوسمهال هوايي حريم د بهرنيانو له لوري کنټرولېږي، خو د هوايي چلند خپلواکې ادارې له لوري د رادار لګولو سره به هوايي حريم د افغانانو له لوري کنټرول شي.

وزيري د يادو رادارونو د لګولو ټاکلې موده په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې د دغو رادارونو د لګولو قرارداد لاسليک شوى دى.

نوموړي وويل، امريکا تر راتلونکو درېيو کلونو پورې له افغان هوايي ځواک سره د ١٥٩ بېلابېلو چورلکو او الوتکو مرسته کوي. هغه څرګنده کړه، دغه لړۍ به دوام لري.

د هغه په وينا، امريکا له دې وړاندې هم له افغان هوايي ځواکونو سره د بلک هاوک ٨ چورلکې مرسته کړې، خو په دې وروستيو کې يې پرېکړه کړې چې د الوتکو مرستې کولو لړۍ به نوره هم چټکه کړي.

وزيري زياته کړه، امريکا له دې وړاندې پرېکړه کړې وه چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به د چورلکو د سپارلو لړۍ بشپړوي، خو د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ امکان لري ژر بشپړه شي او د افغانستان ملي اردو ته وسپارل شي.

نوموړې له جزئياتو وړاندې کولو پرته د بې پيلوټه الوتکو د ډول او شمېر په اړه وويل، اوسمهال د بې پيلوټه الوتکو ټولګه (کمپلکس) هلمند او بلخ کې د امريکايي سلاکارانو په سلا فعاله شوې او دا ډول ټولګې به ډېر ژر په ننګرهار، کندهار او هرات ولايتونو کې هم فعالې شي چې مسووليت به يې د افغانانو پر غاړه وي.

نوموړي زياته کړه، هوايي ځواکونه د مسلکي کادر له اړخه هيڅ ډول ستونزه نه لري، ځکه اوسمهال له ٥٠٠ زيات پيلوټان په امريکا، چک او متحده عربي اماراتو کې پر تحصيل کولو بوخت دي.

هغه وويل: "په هوايي ځواکونو کې ستونزې شته او موږ پرې اعتراف کوو او اړتيا ده چې هوايي ځواکونه جوړ شي، موږ هوايي ځواک نه درلود او دا يو ګران بيه ټولګى دى او جوړول يې سخت دي، ځکه په دغه برخه کې ډېرې پانګې ته اړتيا ده."

وزيري د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "د اردو يو اساسي برخه هوايي ځواک دى، که چېرې دغه څانګه نه وي، ځمکنى ځواک نه شي کولى خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي؛ دغه راز که چېرې په شپنيو عملياتو کې هوايي ځواک نه وي؛ موږ عمليات نه شو ترسره کولى."

د ملي دفاع وزارت وياند څرګنده کړه، هوايي ځواک هره ورځ په متوسط ډول له ٥٠ تر ٢٠٠ پورې ټرانسپورټي او حمايوي الوتنې ترسره کوي او دغه راز له ٣٠ تر ٥٠ هوايي بريدونه هم کوي.

د هغه په وينا، د تېر کال په پرتله په هوايي عملياتو کې ٥٠ سلنه زياتوالى راغلى او له يوه کال راهيسې شپني عمليات د هوايي ځواکونو په مرسته ترسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې