ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابو سلو اثارو څښتن ادبپوه بختانى خدمتګار وفات شو

د کابو سلو اثارو څښتن ادبپوه بختانى خدمتګار وفات شو

author avatar
24 Feb 2018 - 17:54
د کابو سلو اثارو څښتن ادبپوه بختانى خدمتګار وفات شو
author avatar
24 Feb 2018 - 17:54

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦): د هېواد نوميالى ادبپوه، ليکوال، څېړونکى، شاعر، ژورنالېست او ديني عالم څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتګار د ٩٣ کلونو په عمر په کابل کې په حق ورسېد.

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د کب په ٥ مه، د پورتني مطلب د څرګندولو ترڅنګ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې استاد بختانى نن غرمه په کابل ښار کې وفات شو او جنازه يې سبا (يکشنبه) په جلال اباد ښار کې ادا او بيا په خپل کلي کې خاورو ته سپارل کېږي.

هغه زياته کړه، بختاني د خپل ژوندانه زياته برخه د هېواد په علمي، تعليمي، څېړنيزو، ادبي، ژورنالېستيکي او ملي خدمتونو کې تېره کړې ده او په همدې برخو کې يې هېوادوالو ته ډېر څه ورکړي او ور پرېښي دي.

د ده په وينا، ياد شوي استاد د هېواد او سيمې مشهور دانشمند، د ژبو، ادبياتو او تاريخ تکړه څېړونکى، منلى شاعر، ماهر ژورنالېست او فرهنګي ټولنيز ملي شخصيت دى.

احمدزى وايي، بختاني خدمتګار په پښتو او دري ژبو نظم او نثر ليکلى او څېړنې يې کړې دي. له عربي او روسي ژبو څخه يې علمي، څېړنيزې او ادبي ژباړې کړې دي. د سلو په شاوخوا کې علمي او ادبي اثار، تاليفات او ترجمې لري او تر زرو زياتې ټولنيزې او سياسي مقالې او مرکې يې د هېواد او بهرنيو هېوادونو په رسنيو کې خپرې شوې دي.

دى زياتوي، نوموړي د هېواد او بهر په ډېرو علمي - ادبي څېړنيزو غونډو، سيمينارونو، سمپوزيمونو او کنفرانسونو کې ښه فعاله برخه اخيستې ده او په دى لړ کې يې شاوخوا ١٨ هېوادونو ته علمي او فرهنګي سفرونه کړي دي.

د نوموړي په خبره، استاد بختاني د عمر تر پايه په سپينه ږيره په ډېر شوق و ذوق مطالعه کوله، قلم يې چلاوه، د علم او ادب په خدمت بوخت و، درس يې ورکاوه، د علومو اکاډمي د څو تنو علمي غړو د علمي پروژو لارښوونه يې کوله او په ژبنيو، ادبي، ټولنيزو او سياسي چارو کې مستقل فکر او دريځ درلود.

ليکوال او شنونکى محمد حسن حقيار د استاد بختاني مړينه لويه ضايعه ګڼي او وايي چې د هغه ځاى ډکول به ډېر کلونه واخلي.

هغه پژواک ته وويل، استاد بختانى د ځوان نسل او پښتو ادبياتو ترمنځ  د پول رول لوبولو او د پښتو ادب له يو مهمو ستورو څخه ګڼل کېده.

د حقيار په وينا، د استاد خدمتګار بله ځانګړنه داوه، چې د ليکوالۍ ترڅنګ ديني عالم هم و او زرګونه شاګردان يې روزلي دي.

د علومو اکاډمي د ياد شوي غړي اصف احمدزي د معلوماتو پربنسټ، بختانى د ١٣٠٤هـ ش کال د چنګاښ په لسمه د ننګرهار ولايت د سره رود په چهارباغ صفا کې زېږېدلى و، خو ډېر وخت د کابل ښار په خيرخانې سيمه کې اوسېدلى دى. لومړنۍ زده کړه يې له خپل مور او پلار نه پيل کړې او بيا يې له نورو استادانو څخه کړې ده او په ديني علومو کې يې د "مولوي" درجې ته رسېدلى و.

هغه په ١٣٢٥هـ ش کال کې د دولت د ماموريت لړۍ د ننګرهار ولايت د پوهنې مديريت د يوه مامور په توګه پيل کړې، په ١٣٢٦هـ ش کال د ننګرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د دې ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو. په ١٣٣١ هـ ش کال کې د "زېري" جريدې مسوول مدير او د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. له ١٣٣٤ هـ ش کال نه تر ١٣٣٩ هـ ش کال پورې په ترتيب سره د ننګرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر و، د ننګرهار مجلې مسوول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننګرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننګرهار ورځپاڼې مسوول چلوونکى او بيا دويم ځل د ننګرهار مجلې مسوول مدير په توګه يې دندې تر سره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.