ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“خلک دې موسيقۍ ته درناوی ولري او مخالفت دې نه ورسره کوي”

“خلک دې موسيقۍ ته درناوی ولري او مخالفت دې نه ورسره کوي”

author avatar
7 Mar 2018 - 16:04
“خلک دې موسيقۍ ته درناوی ولري او مخالفت دې نه ورسره کوي”
author avatar
7 Mar 2018 - 16:04

کابل (پژواک،۱۶ کب ۹۶): د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ چې په دې وروستيو کې څو نړيوالې جايزې ګټلې، د ډېر شمېر هغو محرومو او د سړک  سر  نجونو او هلکانو لپاره چې غواړي موسيقي زده کړي، پر يوه  مناسب ځای بدل شوی دی.

دغه انسټيټيوټ په ۲۰۱۰ کال کې بېرته پرانيستل شو چې پروګرامونه يې په درېيو برخو  د عمومي ښوونې او روزنې، افغاني موسيقۍ او نړۍ شموله ځانګړې موسيقۍ لوړې زده کړو وېشل شوي چې په کې د پوهنې وزارت نصاب پلی کېږي او زده کوونکي يې له ۱۲ټولګي څخه تر فراغت وروسته د کانکور په ازموينه کې هم ګډون کوي.

په ياد انسټېټيوټ کې دوه ديپارتمنتونه دي چې په يوه کې د لوېدېځې موسيقۍ الې او په بل کې د ختيځې موسيقې الې تدريسېږي.

 رباب، غيچک، طبله، تنبور، دلربا، سه تار د ختيځې موسيقۍ الې دي او وايلون، سکسفون، ترمپت، پيانو، ګيتار  او دغه راز د موسيقۍ هغه الې چې په اروپا، لاتينې امريکا او افريقا کې دود دي په ياد ښوونيز مرکز کې يې په اړه  زده کوونکو ته تدريس ورکول کېږي.

د پژواک خبري اژانس خبرياله چې له ياد انسټيټيوټ څخه يې ليدنه کړې او د دغه مرکز له څو زده کوونکو او مسوولينو سره يې خبرې کړې وايي چې په دغه چاپېريال کې د جګړې، تاوتريخوالي او نا امنۍ په  اړه خبرې نشته، بلکې هر لور ته يې د موسيقۍ غږونه اورېدل کېږي.

د پژواک خبرياله وايي: "کله چې ياد انسټيټيوټ ته ننوتم، لا د انسټيټيوټ په چاپېريال کې ارامه فضا واکمنه وه چې د موسيقۍ ډېر په زړه پورې غږونه مې تر غوږو شول، پوه شوم چې د هراتي ځوانانو ځايي ډله د موسيقۍ الې غږوي او سندره وايي او نورې نجونې او هلکان يې ورسره زمزمه کوي."

نظيره د ياد انسټيټيوټ يوه زده کوونکې ده چې د چيلو په څانګه کې يې اووه کاله زده کړې کړې دي، هغه وايي: "زه د روزنتون له لارې دغه ښوونځي ته ور معرفي شوم او د چيلو په څانګه کې زده کړې کوم او د ځوانانو د ارکستر له لارې مې په امريکا، عمان، جرمني، سويس، دبۍ، ترکمنستان، چين او هندوستان هېوادونو کې اووه کاله کنسرتونه ورکړي دي."

نظيرې زياته کړه، ستره هيله يې دا ده چې خلک موسيقۍ ته درناوی ولري او نور له دغه هنر سره مخالفت ونه کړي.

له بلې خوا، د محمد په نامه وړوکي پيانو غږوونکي چې د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه مور له خوا يې په دې برخه کې ملاتړ شوی وويل: "کورنۍ بايد خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړي چې د موسيقۍ نړۍ ته داخل شي او له دوی څخه ملاتړ وکړي او زه هيله لرم چې په راتلونکې کې يو ستر او مشهور پيانو غږوونکی شم."

د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ مشر ناصر سرمست له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د ياد انسټيټيوټ د زده کوونکو ډېره برخه وزګار او هغه ماشومان جوړوي چې د زده کړو زمينه نه ده ورته برابره.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال دغه انسټيټيوټ ۲۵۰زده کوونکي لري، په داسې حال کې چې ۲۰۱۰ کال کې دغه شمېر يوازې ۱۰۰تنه و او په راتلونکي کال کې به د زده کوونکو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېږي.

ياد انسټيټيوټ په دې وروستيو کلونو کې په ملي او نړيواله کچه لاسته راوړنې درلودلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.