ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال زون مېرمنې : د سولې پروسه کې مو ونډه سمبوليکه نه ده

د شمال زون مېرمنې : د سولې پروسه کې مو ونډه سمبوليکه نه ده

author avatar
27 Mar 2018 - 18:07
د شمال زون مېرمنې : د سولې پروسه کې مو ونډه سمبوليکه نه ده
author avatar
27 Mar 2018 - 18:07

مزارشريف (پژواک، ۷ وری ۹۷): د شمال زون مېرمنې د سولې روانه پروسه کې د مېرمنو ونډه سمبوليکه نه بولي، خو وايي چې د حق پر بنسټ يې ونډه نه ده ورکړل شي.

دوی زياتوي، د ښځو د هڅو پر بنسټ، ځينو وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخيستی او د سولې پروسې سره يوځای شوي دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۷مه، د شمال زون د پنځو ولايتونو په کچه د سولې په تړاو غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د سولې عالي شورا د ښځينه غړو تر څنګ د شمال زون د دولتي ادارو ښځينه چارواکو، مدني فعالانو او د ښځو د حقوقو په برخه کې کارکوونکو مېرمنو برخه اخيستې وه.

د سرپل ولايت د ښځو چارې رييسې مېرمن نسيمې ارزو د يادې غونډه په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له مېرمنو پرته د سولې روانه پروسه وړاندې نه شي تلای.

نوموړې زياته کړه، که څه هم مېرمنې په جګړه کې برخه نه لري، خو د سولې په برخه کې د دوی هڅې د ياد وړ دي، چې بايد کار ترې واخيستل شي.

د هغې په وينا، په تېر ١٣٩٦ کال کې يې د ښځو په مرسته څو ويشت وسله وال مخالفين له جګړې لاس په سر کړي دي.

ارزو وويل، دوی د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د ځينو وسله والو طالبانو مېرمنو ته قناعت ورکړ، چې خپل  مېړونه د جګړې له ليکو راوباسي.

نوموړې زياته کړه چې د سولې روانه پروسه کې بايد د ښځو ونډه غوښنه وي.

د جوزجان ولايت مقام د دفتر رييسې مېرمن مريم ايوبي پژواک ته وويل چې د سولې روانه پروسه کې د مېرمنو ونډه سمبوليکه نه ده؛ خو نوموړې په دې هم ټينګار وکړ چې لا هم مېرمنو ته په افغانستان کې په هېڅ برخه کې د هغوی د حق پر بنسټ ونډه نه ده ورکړل شوې.

د هغې په خبره، د سولې روانه پروسه کې هم له دې اړخه ستونزې شته دي.

په نننۍ غونډه کې د سولې د عالي شورا غړې او له بلخ څخه د ولسي جرګې وکيلې مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ هم برخه لرله.

نوموړې پژواک ته وويل، که څه هم د سولې روانه پروسه کې د ښځو ونډه د ياد وړ نه ده، خو چارې يې محسوسېدونکې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.