ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کروندګر: د اوبو د کمښت له امله موپنځوس سلنه ځمکې له کر څخه پاتې کېږي

د بلخ کروندګر: د اوبو د کمښت له امله موپنځوس سلنه ځمکې له کر څخه پاتې کېږي

author avatar
28 Mar 2018 - 17:57
د بلخ کروندګر: د اوبو د کمښت له امله موپنځوس سلنه ځمکې له کر څخه پاتې کېږي
author avatar
28 Mar 2018 - 17:57

مزارشريف (پژواک، ۸ وری ۹۷):د بلخ کروندګر وايي چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله يې هر کال پنځوس سلنه کرنيزې ځمکې له کر څخه پاتې کېږي.

دغه څرګندونې د بلخ کروندګرو د دهقان ورځې د نمانځې په وياړ د کورنيو توليداتو او کرنيزنو توکو په نندارتون کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۸مه، د دهقان ورځې په وياړ د کرنيزو او توليدي توکو نندارتون جوړ  شو.

په دغه ننداره کې په لسګونو غرفو کې بېلا بېل ډول کرنيز توکي او کورني توليدات نندارې ته وړاندې شول.

خو د کورنيو توليداتو مسوولينو وويل چې د دولت او خلکو له ملاتړه پرته کورني توليدات وده نه شي کولی.

د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن رقيه چې په خپله سيمه کې يې د اش اوړو فابريکه جوړه کړې،د خپلې فابريکې توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو.

هغې پژواک ته وويل،خلک بايد د بهرنيو توليداتو پر ځای کورنيو هغو ته لومړيتوب ورکړي.

رقيې وويل،که چېرې همدا ډول بهرني توليدات له بهر څخه واردېږي، نو عام خلک د کورنيو توليداتو پرځای بهرني کاروي.

نوموړې له دولت څخه هيله وکړه چې په دې برخه کې د کورنيو توليداتو د عامېدو په موخه جدي فکر وکړي.

بلخوا د بلخ کروندګرو چې په دغه نمانځنه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې د دوی تر ټولو جدي ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت دی.

د چهاربولک اوسېدونکي محمد حکيم پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله د کانالونو د جوړېدو مشکل تر يو ځايه حل دی؛ خو د کرنيزو اوبو کمښت له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په وينا، دوی مجبور دی چې هر کال له خپلې ټولې ځمکې د اوبو د کمښت له امله نيمه بل کال ته پرېږدي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.