ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کروندګر  وچکالۍ اندېښمن کړي

د بلخ کروندګر وچکالۍ اندېښمن کړي

author avatar
6 May 2018 - 17:18
د بلخ کروندګر  وچکالۍ اندېښمن کړي
author avatar
6 May 2018 - 17:18

مزارشريف(پژواک،١٦غويى٩٧): د بلخ ولايت کروندګر روان کال د کرنيزو اوبو د کمښت له امله له وچکالۍ سره مخ بولي.

دوی د کرل شوو فصلونو د سوځېدو يادونه کوي او وايي چې تر دې دمه يې د تېر کال په پرتله ۵۰سلنه حاصل هم ټول کړی نه دی.

بلخوا د شمال زون د دريايي حوزې مسوولين هم د روان کال د اوبو کمښت له کرنيزه اړخه ګواښمن بولي او له مرکزي ادارې څخه د جدي مرستو هيله کوي.

کروندګر وايي چې روان کال د ژمي له پيله د واورو او ورښتونو د کمښت له امله د وچکالۍ نښې له ځانه سره لرلې دي.

د چهاربولک ولسوالۍ کروندګر حاجي ثناالله پژواک ته وويل چې د اوبو د کمښت له امله يې سږکال له خپلې ۴۳ جريبه ځمکې څخه نيمه کرلې وه.

خو نوموړي زياته کړه: ((سږکال مې دې نيمې ځمکې هم راته هغسې حاصل ونه کړ، اوبه نشته،     ژمی هم چندان ښه نه و، نه يې واوره نه يې باران.))

د هغه په وينا، ژوند يې يوازې همدې ځمکې ته پاتې دى که حاصلات هم داسې کوي نو مجبور دي  سيمې پرېږدي او ښارونو ته کډه شي.

د چمتال ولسوالۍ د کانال مشر کروندګر علي جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوبو د کمښت له امله په ډېری ځمکو کې فصلونه سوځېدلي دي

نوموړي زياته کړه چې د بلخ ډېری ځمکې د طبيعي اوبو سرچينو ته اړ وي، چې سږکال د واورو او ورښتونو د کمښت له امله کمې وې.

د هغه په وينا، تر دې دمه کروندګرو د تېرو کلونو په پرتله ۵۰سلنه حاصلات هم نه دي ټول کړي.

کروندګر وړانديز کوي چې د طبيعي اوبو د زېرمه کولو لپاره بايد دولت اساسي کار وکړي.

د دولت اباد ولسوالۍ کروندګر جمعه خان پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې کانالونه او نهرونه ښه جوړ شوي؛ خو په سيندونو کې د اوبو د کمښت له امله د اړتيا وړ اوبه نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.