منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۷ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۶ کتنې

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٧): د لغمان چارواکي وايي چې له افغان ځواکونو سره په نښته کې پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د الینګار په استقامت د مرکز اړوند د بدیع اباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ په نښته کې ۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور یې ټپيان شوي دي.

سرچينه کاږي، . په دغې نښته کې د مخالفینو یو میل وسله هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.

سرچينه زياتوي، وژل شوي کسان په بېلابېلو ډلو پورې تړلي وسله وال وو، کوم چې د الینګار په استقامت یې په ډېری تروریستي کړنو او د ماینونو ځای پر ځای کولو کې يې پراخ لاس درلود.

د دولت وسله والو مخالفينو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه