جلال اباد(پژواک، ۱۳ وږی ۹۷):د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي،سره له دې چې د تورخم له لارې سوداګري ډېره کمه شوې، خو د تېرو کلونو په پرتله د سږکال د تېرو درېيو مياشتو په عوايدو کې په بېساري توګه زياتوالی راغلی دی.
سرچينه وايي چې د عوايدو د لوړوالي لامل له ګمرک څخه د زورواکو او چارواکو د باجګيرۍ او فساد مخنيوى، د سوداګرو تشويق او د روڼتيا رامنځته کول دي.
د ننګرهار ګمرک رييس خان زمان امرخېل چې نږدې درې مېاشتې وړاندې پر دغه دنده ګومارل شوی وايي، تر ټولو ډېر وخت يې د ګمرک د عوايدو لوړېدو ته ورکړی او ټولې هغه لارې يې تړلي چې د ګمرک د عوايدو پر وړاندې خنډ وې.
بېلابېلو زورواکو او چارواکو ته د ګمرک له عوايدو باج ورکول، د فساد مخنيوی او د ګمرک پر ټولو برخو څار هغه څه دي چې د ګمرک رييس يې د عوايدو د لوړېدو علتونه په ګوته کوي.
هغه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، اسناد ورسره په لاس نشته؛ خو د ننګرهار ګمرک عوايد په بېلابېلو نومونو بېلابېلو اشخاصو (چارواکو او زورواکو) ته د باج په توګه ورکول کېدل.
امرخېل وايي، د ده تر راتګ پورې ګمرک ته د ډېرو زورواکو او چارواکو ډلې ټپلې په خپلسري توګه راتللې او دلته يې په ډېرو کمو پيسو ډېر مالونه ګمرک کول او بېرته تلل؛ خو اوس يې د دغې خپلسرۍ مخه هم نيولې ده.
نوموړی که څه هم د فساد د بشپړمخنيوي دعوه نه کوي؛ خو زياتوي، تر کومه يې چې وس رسېدلی د فساد مخه يې ډپ کړې او لا هم دغه هڅه روانه ده.
دى وايي، سره له دې چې تر پخوا دلته د سوداګرۍ کچه هم ټيټه شوې؛ خو د فساد مخنيوی د دې لامل شوی چې د عوايدو کچه د نورو کلونو په پرتله لوړه کړي.
نوموړي وويل، ډاډه دی چې د ننګرهار والي او ماليې وزارت کې ځينې چارواکي يې له فساد سره د مبارزې په برخه کې همکار دي او دغه راز ولسمشر هم ډاډ ورکړی چې د هر راز ستونزې په رامنځته کېدو کې به يې لاسنيوی کوي.
هغه د تېرو درېيو کلونو د درېيو مياشتو د عوايدو پرتله وکړه او د خپلې کاري مودې عوايد يې لوړ ياد کړل.
امرخېل وايي چې د روان ۱۳۹۷ لمريز کال د غويي، غبرګولي او چنګاښ مياشتو عوايد يې د ۹۶ او ۹۵ کلونو د همدغو مياشتو د عوايدو په پرتله په بې ساري کچه لوړ شوي دي.
ده زياته کړه :((په غويي مياشت کې زموږ عوايد ۱۵۹۳ميليونه، غبرګولي کې ۱۴۵۹ ميليونه او چنګاښ کې ۱۴۷۶ ميليونه و، چې د ۱۳۹۶ کال د غويي ۱۳۳۱، غبرګولي ۱۲۸۲ او چنګاښ ۹۷۱، دغه راز د ۱۳۹۵ د غويي ۸۸۳، غبرګولي ۹۶۷ او چنګاښ ۹۸۳ ميليونه دي، چې هره مياشت کې شاوخوا ۲۵ سلنه زياتوالی څرګندوي.))
د ننګرهار د ګمرک رييس وايي، د عوايدو د راټولو پر وړاندې يوه لويه ستونزه د تورخم تله وه، چې د مالونو اندازه به د جوړجاړي له مخې کمه ښودل کېده؛ خو اوس د يوې ډيجټل تلې جوړېدو چارې پيل شوي، چې پر تله د درېدونکي موټر ټول خواص به د ننګرهار ګمرک، د ګمرکونو عمومي رياست او ماليې وزارته ته په اتومات شکل ښودل کېږي.
امرخېل وايي، که همداسې کار ته پرېښودل شي، ولايتي اداره، وزارت او ولسمشر يې ملاتړ وکړي؛ نو د ننګرهار ګمرک عوايدو اندازه به د هېواد په کچه په بې ساره توګه لوړه کړي.
د ننګرهارد سوداګرۍ خونې وياند شاکر صافى وايي چې پخوا د تورخم له لارې د ورځې شاوخوا ٨٠٠ سوداګريز موټر راتلل، خو له تېر يوه کال راهيسې دا کچه ٢٠٠ موټرو ته راټيټه شوې ده.










