منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“رسنۍ دې د سولې پروسې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

مزار شريف (پژواک، ۲۱ليندۍ ۹۷): په مزار شريف کې د رسنيو د ملي کنفرانس ګډونوالو له رسنيو وغوښتل چې د سولې پروسې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي.

رسنيزو فعالانو او دولتي چارواکو همدا راز غوښتنه وکړه، چې رسنۍ بايد د هغو افرادو او ډلو څېرې افغان ولس ته بربنډې کړي، چې په ښکاره ډول د سولې د روانو خبرو مخالفت کوي.

دغه څرګندونې د ليندۍ په ۲۱مه، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د رسنيو ملي کنفرانس پر مهال وشوې، چې د پنځلسو ولايتونو خبريالانو او مدني فعالانو په کې ګډون کړی وو.

افغانستان کې د ميديوتيک د پروګرامونو مسوول عبدالله رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کنفرانس يې د سولې په روانو هڅو کې د رسنيو د نقش او همکارۍ د څرنګوالي په تړاو جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه چې د سولې په برخه کې د رسنيو رول خورا مهم دی، خو په دې شرط چې په مسوولانه ډول وکارېږي.

دى وايي، افغان سوله د افغانانو په پوهاوي، د حکومت په مديريت، د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او د رسنيو له خوا د پوښښ ورکولو په څرنګوالي پورې تړاو لري.

د هغه په خبره، د سوله ييز ذهنيت لېږد، ټولنيزه همګرايي او کلتوري نږدېوالی د سولې په برخه کې مهم دي چې رسنۍ بايد انعکاس ورکړي.

د ميديوتيک د پروګرامونو رييس وايي، څو چې خلک د سولې په تړاو بشپړ پوهاوی تر لاسه نه کړي، نو سولې ته رسېدل ناممکن دي.

د هغه په وينا، وخت ناوخته د سولې په نوم خبرې او مشورې شوي، خو ډېر کله يو شمېر مغرضو سياسيونو ورنه د ځان په ګټه استفاده کړې ده.

رسولي وايي، دا ځل هڅې بايد يواځې د جنګ د پاى ته رسېدو لپاره نه وي، بلکې د ټولنيزې او هر اړخيزې سولې راتلو لپاره کار وشي.

هغه زياتوي، د سولې د راتګ هڅې ټولو ته د منلو دي؛ خو په وينا يې چې لا هم ډېر افغانان نه پوهېږي، چې سوله ورته په کوم قېمت تمامېږي.

د هغه په خبره، خلکو ته بايد ډاډ ورکړل شي چې له سولې پروسې څخه د سياسي غرضونو لپاره کار نه اخيستل کېږي.

نوموړی وايي، سوله بايد په داسې ډول راشي، چې د افغانستان ټول خلک په کې خپلې ګټې وويني.

کنفرانس ته له کابل څخه راغلی خبريال خوشحال اصفي وايي، رسنۍ که د جنګ او چاودنو راپورونه خپرولی شي، نو مسووليت يې دی چې د سولې او نږدېوالې موضوعاتو ته هم ډېر انعکاس ورکړي.

نوموړي پژواک ته وويل چې رسنۍ په يوه هېواد کې د دولت د درېيو قوو تر څنګ څلورمه قوه ګڼل کېږي، چې د عامه ذهنيت په مديريت کې مهم نقش لوبولای شي.

هغه زياتوي، رسنۍ بايد د سولې د روانې پروسې په تړاو د خلکو ذهنونه روښانه کړي او همدا راز هغه خنډونه خلکو ته په ګوته کړي، چې د سولې او ثبات پر وړاندې پراته دي.

د ده په خبره، رسنۍ بايد هغه موضوعات خپاره نه کړي، چې د ملي ګټو پر خلاف وي او د سولې پروسه ورسره زيانمنېږي.

اصفي په دې هم ټينګار وکړ چې خلک بايد پوه شي، چې د سولې په بدل کې کوم ارزښتونه تر لاسه کوي او کوم ارزښتونه له لاسه ورکوي.

نوموي له رسنيو څخه هيله وکړه، څو هغه افراد او ډلې خلکو ته ور وپېژني چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې د روانو هڅو مخالفت کوي.

د بغلان ولايت خبرياله فروزان سادات بيا غوښتنه کوي، چې رسنۍ بايد د سولې په تړاو مذاکراتو ته خپل استازي ولېږي، څو له هغه ځايه لومړی لاس معلومات افغان ولس ته وړاندې کړي.

د هغې په اند، رسنۍ دې هڅه وکړي چې د جنګ او جګړو پر ځای د سولې او بيارغونې خبرونو ته ډېر انعکاس ورکړي.

مېرمن سادات وويل، ټول افغانان او په ځانګړي ډول مېرمنې بايد د رسنيو له لارې خپل غږ پورته کړي او دا روښانه کړي، چې د سولې اړوند خبرو کې څه غوښتنې لري.

له کندهار څخه راغلي خبريال احمد لودين هم وايي چې په اوسنيو شرايطو کې بايد رسنۍ د سولې پر هڅو ډېر تمرکز وکړي.

نوموړي پژواک ته وويل چې تر ټولو ښه زېری دا دی، چې په نړيواله کچه په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره همغږي رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، رسنۍ تر ټولو ښه کولای شي د سوله ييزو پروګرامونو په وړاندې کېدو سره مخالف جنګيالي او عام خلک د جګړې پر زيانونو خبر کړي او د سولې برخې ته د هغوی د ذهنيت اړولو لپاره کار وکړي.

لودين وايي، په ملي او ولايتي کچه بايد خلک ډاډ من شي چې سوله کې يې ګټې نورې هم زياتېږي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي د سولې په برخه کې د رسنيو د هڅو ستاينه وکړه.

هغه وويل چې وخت را رسېدلی، څو په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او افغانان خپل منځ کې په سوله ييز ډول ژوند وکړي.

توحيدي پر طالبانو او نورو هغو ډلو چې پر وسله واله جګړه بوخت دي، غږ وکړ چې د مذاکراتو مېز ته  حاضر شي.

نوموړي وويل: (( طالبان، داعش، دولت او نورې ډلې ټول ادعا کوي چې مسلمانان دي، که دوی رښتيا هم اسلام او قرآن ته درناوی لري، نو مذاکراتو ته دې کېنې، څو د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره معقوله حل لاره پيدا کړو)).

توحيدي وويل، څو چې د افغانستان خلک خپله لاس په کار نه شي، نو نوره نړۍ ورته سوله نه شي راوستلای.

د بلخ ولايت مقام مرستيال زياته کړه، د افغانستان خلکو بايد په دغه هيواد کې له روانې څو لسيزو جګړه څخه تجربه اخيستې وي.

نوموړي له هغو هېوادونو هم مننه وکړه چې افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو په لټه کې دي.

د سولې په  تړاو پر داسې مهال د افغانانو تر منځ خوشبيني زياته شوې، چې دمګړۍ د افغانستان د سولې برخه کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی د منځنۍ اسيا هېوادونو له مشرانو سره د افغان سولې په تړاو پر خبرو اترو بوخت دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور