ژبه

په کابل ښار کې د لومړنیو توکو او سرو زرو نرخونو کې بدلون نه دی راغلی

زرغونه صالحی

۱۵ مرغومی ۱۳۹۷ - ۱۹:۰۵

Views: ۶۹

کابل (پژواک، ۱۵مرغومی ۹۷): په کابل ښار کې د تېرې شنبې ورځې په څېر د لومړنیو خوراکي توکو او سرو زرو بیې له بدلون پرته پرخپل ځای دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په شان، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په عمده ډول په ۱۳۲۰ افغانۍ او ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سيله وريجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۴۹کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۲۰ افغانیو او ۱۶ ليټره خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

همداراز د کابل ښار منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خيرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر یو کیلو اندونیزیايي شين چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو افريقايي تور چای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

د ځينو توکو د پلور پرچون بيې له عمده بیو سره په ځينو مواردو کې لږ او په ځینو کې بیا زیات توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي وويل، نن ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانۍ، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانې لومړۍ درجه سيله وريجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، د خورشيد ۱۶ ليټره غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرامه اندونيزيايي شين چای په ۳۰۰ افغانیو او یو کيلوګرامه افريقايي تور چای په ۳۵۰ افغانيو پلوري.

د سوند مواد نرخونو کې هم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار وزیراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، یو ليټر ډيزل په ۵۴ افغانيو او یو ليټر پټرول په ٥٤ افغانيو پلوري.

د یاد ښار د تایمني څلورم سړک کې ګاز پلورونکي احمدجاوید وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر یو کيلو اوبلن ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.

همداراز د کابل ښار د شهيد څلورلارې کې د لرګيو پلورونکي خان محمد وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر، یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۶۹۰۰ افغانۍ او یو خروار سره ارچه لرګي په ۶۷۰۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار تيمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، یو ګرام روسي سره زر په ۱۹۵۰ افغانۍ او  ۷۵۰ عیاره یو ګرام عربی سره زر په ۲۴۵۰ افغانیو پلوري.

د کابل ښار د شهزاده سراي د صداقت صرافي خاوند حاجي میرحسين صداقت د معلوماتو له مخې، نن د يو امریکايي ډالر په ٧٥.٦٠ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ۵۳٨ افغانیو تبادله کېږي.

login or register a new account.