منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دفاع وزارت د ١٨ طالبانو د وژلو خبر ورکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي، په ننګرهار، خوست، کندهار او کندوز کې د عملياتو پرمهال ١٨ طالبان وژل شوي دي.

له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په خوګیاڼيو ولسوالی کی بريد کړى چې په پايله کې يې ١١ طالبان وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي او دغه راز د نشه يي توکو او هيرويينو يو لابراتوار يې له منځه وړى دى.

سرچينه زياتوي، د خوست په صبريو ولسوالۍ کې هم د بريد په پايله کې دوه طالبان وژل شوي دي.

سرچينه کاږي، د ٢٠٥ قول اردو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې څو ورځني عمليات ترسره کړي چې پنځه طالبان په کې وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه راز د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان بريد  کړى چې پنځه بنديان په کې خوشې شوي او څلور طالبان نيول شوي دي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه