منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د پښتنو لیکوالو او شاعرانو تذکرې په دوو ټوکونو کې چاپ شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د ادبياتو په تاريخ کې په لومړي ځل په بلخ کې د پښتنو ليکوالو او شاعرانو تذکرې په دوو جلا ټوکونو کې چاپ شوې.

د يادو کتابونو د مخکتنې په پروګرام کې وويل شول چې بلخ ولايت اوس د دري ژبې د ادبياتو حوزې تر څنګ، د پښتو ادبياتو په برخه کې هم پاموړ بدلون راغلی دی.

"د امو له غاړې" د ۴۹ پښتنو سړیو شاعرانو ادبي تذکره ده چې نجيب الله پاڅون ليکلې او "رنګونه" د ۲۰ تنو پښتنو ښځينه ليکوالو او شاعرانو ادبي تذکره ده چې ورېښمين ضيايي له خوا ليکل شوې ده.

د يادو ادبي تذکرو د چاپ او خپرولو وياړ بلخ ادبي خوځښت سره دی.

د بلخ مېشتو ليکوالو او شاعرانو د ادبي تذکرې د مخکتنې پروګرام کې د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه شورا غړي استاد غلام علي ملکزي پژواک ته وويل چې "د امو له غاړې" او "رنګونه" تذکره به د پښتو ادبياتو تاريخ کې د بلخ مېشته شاعرانو او ليکوالو د پېژندنې لومړنۍ تذکره وي چې ټولنې ته وړاندې کېږي.

هغه زياته کړه چې بلخ ګڼ قوميز ولايت دی؛ خو په وينا يې چې دغلته د شته ټولنيزو، سياسي او حکومتي مجبوريتونو له امله په کې پښتو ژبې ته خپل مقام نه دی ورکړل شوی.

نوموړي اندېښنه وښوده چې بلخ کې له دولتي او رسمي ادارو نيولې تر ښوونځي او پوهنتونه خلکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.

ملکزي په خپلو خبرو کې وويل چې بلخ کې د ادبياتو د ودې لپاره د غير دولتي ټولنو هڅې د ستايلو وړ دي؛ خو له حکومته يې هم غوښتنه وکړه چې دې برخه کې د ژبو تر څنګ انډول وساتي.

نوموړي د امو له غاړې او رنګونه په نوم د ادبي تذکرو چاپولو د بلخيانو او د ادب مينه والو لپاره ښه زېری ياد کړ.

د هغه په خبره په "د امو له غاړې" کتاب کې بلخ مېشتې ۴۹ نارينه شاعران معرفي شوي چې د کلام د بېلګې تر څنګ يې تصوير هم خوندي شوی دی.

ملکزي دا هم وويل چې په "رنګونه" کتاب کې ۲۰ بلخ مېشته ښځې ليکوالې او شاعرانې معرفي شوي چې د کلام بېلګو تر څنګ يې تصويرونه هم کتاب کې خوندي شوي دي.

ليکوال او شاعر استاد شهزاده شهير پر يادې ادبي تذکرې خپلې ليکل شوې مقاله کې وويل چې ليکوالي او شاعري هغه ستر مسووليت دی چې په وسيله يې يوه ټولنه له فکري کړاو څخه ژغورلای شو.

نوموړي زياته کړه چې ليکوالي او شاعري د يوې ژبې، ادب او فرهنګ په غني کېدو کې ستر رول لوبوي.

شهير همدا راز وويل چې بلخ کې د پښتنو شاعرانو او ليکوالو د ادبي تذکرې نه شتون يوه لويه تشه وه چې له ښه مرغه د بلخ ادبي خوځښت په هڅو او زيار سره ډکه شوه.

هغه وړاندې وويل: ((که بلخ غوندې يوه ولايت کې چې ډېری خلکو ته په مورنۍ ژبه په کې د زده کړو زمينه برابره نه ده؛ د شاعرانو او ليکوالو هڅې او د کلام بېلګې خوندي نه شي؛ نو د وخت په تېرېدو سره د خلکو ادبي احساسات بې مدرکه او افسانه پاتې شي.))

نوموړي د امو له غاړې او رنګونه کتابونو چاپول د يادو اندېښنو د له منځه وړلو لپاره مهم او حياتي وبلل.

په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال عطامحمد ساهو پژواک ته وويل چې بلخ د اريايانو د زېږېدنې او نورو سيمو ته د خپرېدو ټاټوبی دی چې دمګړۍ هم ګڼ قومونه په کې مېشت دي.

نوموړي د تېرو کلونو فرهنګي او کلتوري يرغلونو ته په اشارې وويل چې له دې وروسته به د دې جغرافيې خلک په خود جوش ډول د پرديو فرهنګي يرغلونو پر وړاندې ودرېږي.

هغه په ټوله کې د بلخي شاعرانو او ليکوالو د ادبي تذکرې چاپول د پښتو ادب په ډګر کې يو ستر نوښت ياد کړ او د بلخ له فرهنګي ځوانانو يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې نور کار او فعاليت هم وکړي.

د امو له غاړې کتاب ليکوال نجيب الله پاڅون غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې بلخ کې د پښتون مېشتو شاعرانو او ليکوالو د تذکرو چاپول او خپرول اسان کار نه وو، خو زياته يې کړه چې له پرله پسې هڅو وروسته وتوانېدو چې دغه ستر کار په مسوولانه ډول بشپړ کړو.

هغه زياتوي چې ياده ادبي تذکره يې په درېیو کلونو کې بشپړه کړې او د هر شاعر د پېژندنې او کلام بېلګې پسې کور په کور او کلي په کلي ګرځېدلی دی.

نوموړي زياته کړه چې د دې ادبي تذکرې د دويم ټوک پر ليکلو يې هم پيل کړی دی.

د "رنګونه" کتاب ليکوالې اغلې ورېښمين ضيايي پژواک ته وويل چې د ادب او فرهنګ د ودې په برخه کې د سړیو تر څنګ د مېرمنو ونډه هم د پاوړ ده.

هغې زياته کړه چې بلخ کې د تېرې يوې نيمې لسيزې فرهنګي هڅو په بهير کې د ځوانانو تر څنګ د نجونو له فعاليتونو هم سترګې نه شي پټېدلای.

اغلې ضيايي له خلکو غوښتنه وکړه چې د هلکانو اولادونو تر څنګ خپلو نجونو ته هم د زده کړو او تعليم زمينه برابره کړي.

هغې هم ژمنه وکړه چې د بلخ مېشته پښتنو ښځو ليکوالو او شاعرانو د تذکرې د دويم ټوک پر ليکلو يې پيل کړی چې د بشپړولو لپاره به يې جدي هڅې  وکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور