Language

سږ کال ٥٠ ښځې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٧): د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې په روان لمريز کال د سلګونو نارينه وو تر څنګ په ټول هېواد کې ٥٠ ښځې هم د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوې دي.

د دغه مرکز وياند خالد موحد د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د نيول شوو ښځو قضيې او دوسيې په عدلي مرکز کې تر څېړنو لاندې دي.

هغه زياته کړه چې  له نيول شوو ښځو يې لسو په خپلو ګېډو او سفري وسايلو کې د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هندوستان او متحده عربي اماراتو ته ياد توکي لېږدول غوښتل چې نيول شوې دي.

خالد موحد وايي چې ځينې مافيايي کړۍ د ډېرو کمو پيسو په بدل کې له غريبو او بې وزلو خلکو ناوړه استفاده کوي او هغوى هڅوي چې د پيسو په بدل کې نشه يي توکو قاچاق کړي.

ده زياته کړه،، دوى ډېره هڅه کوي چې دغه کار د ښځو په وسيله وکړي؛ ځکه چې د هغه په وينا د ښځو په وسيله قاچاق په اسانه ترسره کېږي.

د ياد مرکز وياند د ښځو په وسيله د نشه يي توکو د قاچاق لاملونه  اقتصادي ستونزې، کورني فشارونه او د ښځو ناپوهي په ګوته کړل.

د موحد په وينا،  د افغانانو د کلتور او دودونو له امله چې ښځو ته درناوى لري، هم پوليس او نور امنيتي ځواکونه ډېرى مهال ښځې نه تلاشي کوي چې له امله يې د ښځو لخ خوا د نشه يي توکو د قاچاق پېښې زياتې شوې دي.

دى وايي، د دوى مرکز پر داسې يو پلان کار کوي چې ښځو ته په دې اړه معلومات او د عامه پوهاوي تر څنګ د نشه يي توکو د قانون د ٦١مې مادې په اړه هغوى ته بشپړ معلومات ورکړل شي.

په دې ماده کې راغلي: ((که چېرې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوې ښځې له مسوولينو سره په پلټنو کې همکاري وکړي او اصلي کسان په ګوته کړي، نو هغوى په سزاګانو کې د پام وړ کموالى راوړل کېږي.))

د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند وويل چې په ١٣٩١ کال کې يواځې دوه ښځې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوې وې، خو د روان لمريز کال په لومړيو ١١ مياشتو کې تر اوسه ٥٠ ښځې نيول شوې دي.

د هغه په وينا، تېر کال (١٣٩٦) دا شمېره ٢٨ وه.

سرچينه زياتوي، په ١٣٩٢ کال کې ١٦، په ١٣٩٣ کال کې ١٨، په ١٣٩٤ کال کې ١٥، په ١٣٩٥ کال کې ٢٨، په ١٩٩٦ کال کې ٢٨ ښځې د نشه يي توکي په تور نيول شوې دي.

login or register a new account.