د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربع (لومړیو دریو میاشتو) کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)له وسله والې جګړې په پایله کې ملکي وګړو ته د لوړې کچې زیان په دوام داره ډول مستند کړی. د ۲۰۱۹ د جنوري له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې، یوناما د ماشومانو ۵۸۲ تلفاتو ( ۱۵۰ مړه او ۴۳۲ ټپیان) په ګډون، ۱۷۷۳ ملکي تلفات ( ۵۸۱ مړه او ۱۱۹۲ ټپیان) مستند کړي. دغه شمیرې د تیر کال د ورته مودې په پرتله په عمومي ملکي تلفاتو کې ۲۳ سلنه کموالی او له ۲۰۱۳ راهیسې په لومړۍ ربع کې تر ټولو کم شمیر ملکي تلفات ښیی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP