منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۱ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

منيب: هڅې روانې دي، ترڅو کندهار پر يوه سوداګريز زون بدل شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۷ غویی ۹۸): په کندهار پوهنتون کې د پانګونې د جلب او چابهار بندر په اړه کنفرانس جوړ شو چې په کې د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې پر ستونزو او اسانتیاوو خبرې وشوې.

په کنفرانس کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، د کندهار پوهنتون چارواکو، د سوداګرۍ خونې چارواکو، سوداګرو او له مرکز څخه راغلي پلاوي ګډون کړی وو.

له مرکز څخه د چارو د ادارې د پلاوي مشر زلمي حلیمي وویل، د کنفرانس موخه د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او صنعتکارانو تر منځ د اړیکو پياوړي کول او تجربې شریکول دي.

نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د چابهار بند اړوند خپلې ستونزې په لیکلې بڼه له دوی سره شریکې کړي څو دوی یې تر مرکزي ادارې ورسوي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، ولسمشر غواړي دغه ولایت په اقتصادي او سوداګریز زون بدل کړي.

خو هغه زیاته کړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

د ده په خبره، په کندهار کې د صنعت په برخه کې تر ټولو عمده ستونزه د برېښنا کمښت دی چې باید په لومړي ګام کې ورته پاملرنه وشي.

د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې د وچې او لندې مېوې لپاره دې نړیوال بازارونه وموندل شي او د هوايي هلېزونو تر څنګ دې د ځمکنیو لارو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شي.

منیب له افغان سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د سوداګرۍ او صنعت د ودې په موخه دې د نړۍ له سوداګرو او صنعتکارانو سره اړیکې ټینګې کړي.

د کندهار پوهنتون رییس د چابها بندر اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او له نړۍ سره د کراچۍ بندر له لارې خپلې ډېرې راکړې ورکړې او معاملې تر سره کوي.

خو ده زیاته کړه چې دا لاره له پاکستان سره د کړکېچنو سیاسي روابطو له کبله تل له ستونزو سره مخ وي او تر ډېره د هغه هېواد له خوا د سیاسي فشار او موخو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

دی وايي، د افغانستان حکومت دا حساسیت درک کړی او تر ډېره د داسې بدیل په لټه و چې خپل تجارت او ټرانزیټ د یوه ځانګړي هېواد له انحصاره وباسي.

د ده په خبره، د افغان سوداګرو لپاره د چابهار بندر یو ښه فرصت دی او د هېواد له سرحد څخه کابو ۹۰۰ کیلومتره سویل پلو پروت دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وویل، د کندهار د وچې او لندې مېوې ډېره برخه د هند او پاکستان په نومونو بهر ته صادرېږي چې لامل یې نړیوال مارکېټ ته د افغان سوداګرو نه لاسرسی دی.

ده زیاته کړه،  که افغان سوداګرو ته منظمې ځمکنۍ لارې برابرې شي نو هغوی به د دې جوګه شي چې خپله مېوه د خپل هېواد په نوم تر نړیوال مارکېټ پورې ورسوي او هغه ډېره ګټه چې نورو ته رسېږي افغان سوداګرو او بڼوالو ته ورسېږي.

نوموړي په دې برخه کې د لاجورد نوې پرانیستل شوې لارې ته هیله مندي ښيي او وايي، که پر دغه لار اسانتیاوې ډېرې شي او تګ راتګ منظم شي نو د کندهار مېوه نه یوازې د منځنۍ اسیا تر هېوادونو، بلکې ترکیې او له دې لارې اروپايي هېوادونو ته هم رسېږي.

نوموړي د دې تر څنګ د چابهار بندر یادونه وکړه چې د جغرافیوي موقعیت او لنډ واټن له مخې د صادراتو او وارداتو دواړو لپاره ګټور دی خو ویې ویل چې د اوس لپاره پر ایران د نړیوالو د بندیزونو له امله دغلته هغسې شرایط نه دي برابر شوي چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

د سوداګرو په استازولۍ د لندې مېوې سوداګر سعدالدین سعید وویل، که سوداګرو او صنعتکارانو ته اسانتیاوې برابرې شي نو بېله دې چې څوک یې وهڅوي په خپله پانګونې ته زړه ښه کوي.

نوموړي هم د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ اړوند د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه که دغلته اسانتیاوې ډېرې شي نو افغان سوداګر به نه یوازې له دې لارې راکړه ورکړه وکړي بلکې په پراخه کچه پانګونه به هم وکړي.

د معلوماتو له مخې په چابهار بندر کې ۱۶۷ افغان سوداګرو پانګونه کړې او هلته یې بېلابېلې فابریکې، ګودامونه او نور جوړ کړي دي.

ایران افغان سوداګرو ته ۲۵ سلنه تخفیف ورکوي، ځمکې او برېښنا په ډېره ټیټه بیه ورکوي او دغه راز راتلونکي ۲۰ کاله مالیه نه ورڅخه اخلي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د چابهار بندر اړوند ایراني چارواکو هم کندهار ولایت ته سفر کړی و.

د دې سفر پر مهال د ايران د سيستان او بلوچستان ايالت والي ویلي وو، څنګه چې کندهار مېشتي سوداګر د افغانستان په سوداګرۍ کې مهم رول لري، دغسې دوى کولاى شي په چابهار کې هم مهم رول تر سره کړي او تر نورو مخکښ و اوسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد