ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: له طالبانو مې په کلکه وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي

خلیلزاد: له طالبانو مې په کلکه وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي

author avatar
3 May 2019 - 10:13
خلیلزاد: له طالبانو مې په کلکه وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي
author avatar
3 May 2019 - 10:13

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۸): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې وسله پر ځمکه کېږدي، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي او سوله دې ومني.

نوموړي د غویي په ۱۳مه په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي چې د خبرو اترو لپاره بېرته قطر هېواد ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې: ((طالبانو ته مې په خبرو کې په ډاګه کړه، افغانان چې ستاسو وروڼه او خویندې دي، د دې اوږدې جګړې پای ته رسېدل غواړي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې وسله پر ځمکه کېږدئ، له تاوتریخوالي لاس واخلئ او سوله ومنئ.))

خلیلزاد ویلي، په سوله کې هغه مهال پرمختګ کېږي چې پر څلورو موضوعاتو چې له یو بل سره تړاو لري، موافقه وشي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې څلورو موضوعاتو کې د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، بین الافغاني مذاکرات، د تاوتریخوالي کمول چې ورسره بیا یو جامع اوربند ته هم لاره هواره شي.

ده زیاته کړې: ((تر هغه پرېکړې ته هم نه رسېږو، څو پر دغو څلور واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې.))

بلخوا طالبانو د خلیلزاد د دې څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي: ((خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلې ايښودو فکر نه کوي، د دې ډول خیالي غوښتنو پر ځای دې امریکایان پر دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي او نه دې هم د کابل ادارې لپاره له دې زیات ځاني او مالي تاوان پرې کړي.))

هغه زیاته کړې، امریکا دې د ناکامه ستراتيژیو تکرار بند کړي؛ ځکه چې نتیجه نه لري. غوره دا ده چې خلیلزاد د شف شف پر ځای سم په جرئت سره شفتالو ووايي او روانو حقايقو ته غاړه کېږدي.

بلخوا د قطر حکومت د دې خبرو اترو هرکلی کړی او وایي چې دوی د افغان شخړې د هواري لپاره د درېیمګړي په توګه همکاري کوي.

د قطر حکومت په یوه خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې په دې پړاو خبرو کې د پرمختګونو شاهد و اوسئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.