پل علم (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٨): د لوګر د مرکز اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې هره شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.
په دې اړه د لوګر د مرکز پل علم ښار اوسېدونکي بشيراحمد د غبرګولي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرې څو شپې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې شوې دي.
هغه وايي: ((د ماخوستن له لمانځه وروسته هره شپه جنګ شروع کېږي، څو ساعته دوام کوي، خلک يې سخت وېرولي دي.))
دغه راز د ښار بل اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو جګړه د ښار څنډو ته رسېدلې او هره شپه خلک د ډزو غږونه اوري.
ده زياته کړه: ((ښځې او ماشومان له ډاره خوب نه شي کولاى، خلک په همدې وېره کې دي چې يوه شپه به طالبان پل علم نيسي.))
نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې وړمه شپه د مير ابدال غره په لمنو کې جګړه وه، د ملي اردو سرتېرو پوسته پرېيښې وه او خپله تښتېدلي وو چې بيا پوسته طالبانو ترلاسه کړې وه.
همدارنګه د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په تېرو څو شپو کې پرله پسې طالبانو د ښار پر کمربندي پوستو بريدونه کړي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ستانکزى وايي: ((مهمه خبره دا ده چې څنګه طالبان کولاى شي په يو وخت کې پر څو پوستو ډله ييز بريدونه وکړي او بيا پوستو ته سقوط هم ورکړي، د دې ستونزې جدي مخنيوی په کار دى.))
د لوګر ولايتي شورا رييس له طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشت په خاطر دې اوربند وکړي.
دغه راز د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له امنيتي مسوولينو یې د دغه ولايت د مرکز د امنيت د تامين غوښتنه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې په تېرو څو شپو کې طالبانو د پل علم ښار پر کمربندي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
خو دى وايي چې د دغو بريدونو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او بريدونه يې پر شا تمبول شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP