پل علم (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٨): د لوګر د مرکز اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې هره شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.
په دې اړه د لوګر د مرکز پل علم ښار اوسېدونکي بشيراحمد د غبرګولي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرې څو شپې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې شوې دي.
هغه وايي: ((د ماخوستن له لمانځه وروسته هره شپه جنګ شروع کېږي، څو ساعته دوام کوي، خلک يې سخت وېرولي دي.))
دغه راز د ښار بل اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو جګړه د ښار څنډو ته رسېدلې او هره شپه خلک د ډزو غږونه اوري.
ده زياته کړه: ((ښځې او ماشومان له ډاره خوب نه شي کولاى، خلک په همدې وېره کې دي چې يوه شپه به طالبان پل علم نيسي.))
نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې وړمه شپه د مير ابدال غره په لمنو کې جګړه وه، د ملي اردو سرتېرو پوسته پرېيښې وه او خپله تښتېدلي وو چې بيا پوسته طالبانو ترلاسه کړې وه.
همدارنګه د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په تېرو څو شپو کې پرله پسې طالبانو د ښار پر کمربندي پوستو بريدونه کړي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ستانکزى وايي: ((مهمه خبره دا ده چې څنګه طالبان کولاى شي په يو وخت کې پر څو پوستو ډله ييز بريدونه وکړي او بيا پوستو ته سقوط هم ورکړي، د دې ستونزې جدي مخنيوی په کار دى.))
د لوګر ولايتي شورا رييس له طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشت په خاطر دې اوربند وکړي.
دغه راز د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له امنيتي مسوولينو یې د دغه ولايت د مرکز د امنيت د تامين غوښتنه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې په تېرو څو شپو کې طالبانو د پل علم ښار پر کمربندي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
خو دى وايي چې د دغو بريدونو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او بريدونه يې پر شا تمبول شوي دي.
احمدزى زياتوي: ((طالبان د شپې له تيارې په ګټې اخيستنې بريدونه کوي، خو هېڅ هم نه شي کولاى يواځې دوی ته مرګ ژوبله اوړي او عامو خلکو ته اندېښنې پيدا کوي.))
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې دې هېڅ ډول اندېښنې ونه لري، ځکه امنيتي ځواکونو په تېرو څو شپو کې له شلو ډېر وسله وال طالبان وژلي دي.
بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، پل علم ښار د پلازمېنې کابل جنوب ته په ٦٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










