کندهار (پژواک، ۱۶غبرګولی ۹۸): چارواکي وايي، په کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېرېږي چې د دغه ولايت لپاره یې د چرګ غوښې له اړخه ۹۵ سلنه اړتیا پوره کړې ده.
بلخوا د کندهار د کرنې ریاست په روان کال کې د چرګانو روزنې ۳۱۲ نور فارمونه جوړوي چې له دې سره به نه یوازې په کور دننه د چرګ غوښې اړتیا سل سلنه پوره شي، بلکې نورو ولایتونو ته به هم صادره شي.
په کندهار کې د چرګانو صنعت د ټولنې غړی او د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس محمد هاشم دقیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د چرګانو د صنعت اتحادیه چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوې، تر دې مهاله ورسره د چرګانو د روزنې ۴۷۰ فارمونه ثبت شوي دي.
خو ده یادونه وکړه چې په دغه ولایت کې تر ۸۰۰ د چرګانو د روزنې نور فارمونه په نا راجستر ډول هم فعالیت کوي.
دی وايي: ((په دې ولایت کې د چرګانو د روزنې فارمونه ورځ تر بلې وده کوي او په کور دننه یې د چرګ غوښې ۹۵ سلنه اړتیا پوره کړې ده.))
د ده په خبره، په دغو فارمونو کې د دغه ولایت ۵زره کسانو ته روزګار هم موندل شوی چې له تولیداتو یې د کندهار تر څنګ په هلمند، زابل، اروزګان او فراه ولایتونو کې هم کار اخیستل کېږي او ښه بازار لري.
ده وویل، په کندهار کې د چرګانو د روزنې فارمونه هره ورځ ۳۰ ټنه د چرګ غوښه تولیدوي.
خو دقیق د ځينو ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل، د چرګانو د روزنې په برخه کې د مسلکي کسانو او ویترنرانو کمښت، د باکیفیته درملو او لابراتوار نشتوالی او له بهره په قاچاقي توګه د زړو چرګانو واردېدل هغه ستونزې دي چې دغه صنعت ګواښي.
نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت دې په اړوندو برخو کې ډېر کار وکړي، څو په دغه ولایت کې دغه نوی په پښو درېدلی صنعت لا هم وغوړېږي او پایښت ومومي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ اله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په کچه د چرګانو، غواوو او کبانو د روزنې په برخه کې تر ټولو ډېره پانګونه په دې ولایت کې شوې ده.
د ده په خبره، په دې برخه کې د کرنې وزارت، مرستندویه ادارو او په خپله پانګه والو هڅې د پام وړ دي.
ده زیاته کړه: ((په روان کال کې به د چرګانو د روزنې ۳۱۲ نور فارمونه هم جوړوي چې له دې سره به د چرګ غوښې اړتیا سل سلنه پوره شي او نورو ډېرو ولایتونو ته به هم صادر شي.))
دی هم غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې باید د بې کیفیته درملو او زړو چرګانو واردولو په مخنیوي کې مرسته وکړي چې دغه صنعت ته زیان اړوي.
د کندهار د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ د ترویج مسوول انجنیر محمد الله نوري هم وايي چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې په وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانې پانګونه شوې ده.
هغه پژواک ته وویل: ((په دې ولایت کې دا مهال د چرګانو د روزلو ۴۷۰ فارمونه فعال دي چې ۱۲ یې د هګیو او پاتې یې د غوښې د تولید دي.))
د ده په وینا، دغه فارمونه د کندهار ښار تر څنګ په نژدې ولسوالیو ډنډ، دامان، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
دی وايي، د هګیو د تولید فارمونه د ورځې ۱۰۰ زره هګۍ او د چرګانو د تولید فارمونه د ورځې ۳۰ زره کیلو ګرامه غوښه بازار ته وړاندې کوي.
بل لور ته په کندهار کې د چرګانو د روزنې فارم لرونکي وايي، له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، که حکومت یې د هواري لپاره کار وکړي نو دغلته به نه یوازې د چرګانو روزنه نوره هم وده وکړي، بلکې سل فیصده د هګیو او غوښې اړتیا پوره کولای شي.
حاجي نصرالله په دغه ولایت کې د چرګانو روزنې په برخه کې ډېره پانګونه کړې او څو څو فارمونه لري.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د چرګانو د ناروغیو د تشخیص لپاره د اسانتیاوو نشتوالی، د اړوندو ډاکټرانو کمښت، د درملو خراب کیفیت، د چرګانو پر خوراک لوړه مالیه اخیستل او له بهره د زړو چرګانو واردېدل د هغوی عمده ستونزې دي.))
ده له حکومته وغوښتل چې یادې ستونزې حل کړي، څو دغلته د چرګانو روزنه نوره هم وده وکړي او د چرګانو د غوښې په برخه کې پر نورو هېوادونو تکیه کمه شي.
د احمدالله په نوم یو بل پانګه وال چې د چوچه کشۍ یو شمېر فارمونه یې جوړ کړي هم د ورته ستونزو یادونه کوي.
نوموړی وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت دې ګاونډیو هېوادونو څخه د چرګانو لپاره راوارېدونکي درمل کنټرول کړي او د هغو درملو د واردولو مخنیوی دې وکړي چې د خراب کیفیت له امله دوی ته زیان اړوي.
نوموړي یوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په داسې حال کې چې په کور دننه د چرګانو د روزنې فارمونه د هګیو او غوښې اړتیا پوره کولای شي، خو لا هم له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د چرګانو غوښه راوړل کېږي.
د کندهار د ګمرک رییس محمد اکبر وايي، ناقانونه چرګانو او هګیو د واردولو مخنیوی یې کړی دی.
هغه پژواک ته وویل، په دې برخه کې یې وار له مخه ګامونه اخیستي او په وار وار یې زاړه او ناقانونه چرګان او هګۍ نیولي چې پر قاچاقي لارو هېواد ته راوړل کېدل.
د يادونې ده، په نورو ولايتونو کې هم د چرګانو ورته فارمونه جوړ شوي چې تر ډېره يې له بهره د چرګانو د واردېدو مخه نيولې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










