کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸) د افغانستان د عامې روغتيا وزير وايي، غوره ده چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او بهر ته استول يې قانوني شي؛ ځکه چې له نشه يي توکو سره مبارزه له ستونزو سره مخ ده.
نن په کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيوالې ورځې (د جون ۲۶مه) او د نشه يي توکو د ملي بسيج اوونۍ په مناسبت جوړه شوې ناسته کې سلګونو کسانو تر درملنې لاندې د روږدو کسانو په ګډون برخه اخیستې وه.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د نړۍ ۸۰ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې توليدېږي او شاوخوا ۳.۶ ميليونه کسان په افغانستان کې پر نشه يي توکو روږدي دي.
په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه له پخوا شتون لري.
د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي چې په ١٣٩٥ کال کې د ١٣٨٠ کال په پرتله د کوکنارو کښت ٢٥ ځلې ډېر شوی دى. د راپور له مخې په ١٣٨٠ کال کې د کوکنارو کښت کچه اته زره هکتاره وه خو دغه کچه په ١٣٩٥ کال کې دوه سوه زره هکتاره وه خو په ۱۳۹۷ کال کې دغه کچه ۲۶۳ زره هکتاره ته رسېدلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن