منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتیا وزیر: د نشه يي توکو کاروبار دې قانوني شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸) د افغانستان د عامې روغتيا وزير وايي، غوره ده چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او بهر ته استول يې قانوني شي؛ ځکه  چې  له  نشه يي توکو سره مبارزه له ستونزو سره مخ ده.

نن په کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيوالې ورځې (د جون ۲۶مه) او د نشه يي توکو د ملي بسيج اوونۍ په مناسبت جوړه شوې ناسته کې سلګونو کسانو تر درملنې لاندې د روږدو کسانو په ګډون برخه اخیستې وه.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د نړۍ ۸۰ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې توليدېږي او شاوخوا ۳.۶ ميليونه کسان په افغانستان کې پر نشه يي توکو روږدي دي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه له پخوا شتون لري.

د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي چې په ١٣٩٥ کال کې د ١٣٨٠ کال  په پرتله د کوکنارو کښت ٢٥ ځلې ډېر شوی دى. د راپور له مخې په ١٣٨٠ کال کې د کوکنارو کښت کچه اته زره هکتاره وه خو دغه کچه په ١٣٩٥ کال کې دوه سوه زره هکتاره وه خو  په ۱۳۹۷ کال کې دغه کچه ۲۶۳ زره هکتاره ته رسېدلې ده.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز  نن له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې سيمه ييزه او نړيواله مافيا لاس لري.

فيروز وايي: "دا چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له ډېرو هڅو او مبارزو وروسته لا هم ورځ تر بلې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق ډېر شوى او پر نشو د روږدو کسانو شمېر په ډېرېدو دی؛ اصلي لامل يې په افغانستان کې روانه جګړه او په ناامنو سيمو کې د نشه يي توکو کښت دی."

د ده په وينا، په هېواد کې د ناامنۍ تر څنګ روږدو کسانو ته په اسانه د نشه يي توکي لاسرسی، د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې د سيمه ييزې او نړيوالې مافيا لاس، بېکاري او فقر د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د ډېروالي لاملونه دي چې په افغانستان کې له يادو توکو سره مبارزه يې له ستونزو سره مخ کړې ده.

هغه وايي: "دا چې تر يوې کچې په هېواد کې د نشه توکو د کښت او قاچاق مخنيوی وشي، زما وړانديز  دا دی چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او بهر ته استول يې قانوني شي؛ له يوې خوا به بزګر ته ګټه او هېواد ته ماليه ورکړل شي او له بلې خوا به معلومه شي چې څومره مواد چېرته کرل شوي دي."

فېروز پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې وويل چې دا مهال په هېواد کې د روږدو ۱۰۷ د درملنې مرکزونه شته او نږدې ۴۰زره کسان تر درملنې لاندې دي.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت سرپرست مل پاسوال عصمت الله بلوڅ نشه يي توکي د بشريت ستر دښمن وبلل او ويې ويل چې دغه وزارت په تېر يو کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې څلور عمليات ترسره کړي او د قاچاق په تور يې  ۴۵۰۰ کسان نيولي دي.

نن په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په زر بستريز روغتون کې  په نږدې يو جريب ځمکه کې د تفريحي پارک جوړېدو چارې پيل شوې.

د ياد روغتون مشر ډاکټر زلمي نورزي غوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پارک د شاوخوا درې مياشتو په اوږدو کې د ترکيې هېواد په مرسته جوړېږي.

د ده په وينا، دغه پارک د هغو معتادينو لپاره جوړېږي چې په  روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

یوې روږدې ۲۸ کلنې بنفشې نظري چې په کابل کې د روږدو د درملنې په سل  بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل، اووه کلنه وه چې پر نشه يي توکو روږدې شوه.

هغې وويل: "سختې تبې نيولې وم، مور راته لږ ترياک راکړل چې ارامه شم، دوې ورځې ښه وم، وروسته بيا تبه راباندې راغله بيا هم مور لږ نور ترياک راکړل، همداسې څو کلونه تېر شول، وروسته داسې شوه چې له ترياکو پرته په بل څه نه ښه کېدم."

هغې چې له سترګو يې اوښکې روانې شوې، وويل: "داسې حال ته ورسېدم چې مجبوره شوم له کوره ووتم او پوډر څکولو ته مې مخه کړه؛ ژوند مې خراب او په بد حال کې وم؛ شپږ مياشتې وړاندې دغه مرکز ته راغلم؛ اوس شکر ښه يم او د بهبود په خوا ځم."

نظري پر ټولو ځوانانو په ځانګړي ډول پر مېرمنو غږ وکړ چې د نشه يي توکو استعمال ته دې "نه" ووايي او خپل ژوند دې نه خرابوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا