منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د مولانا جلال الدين بلخي خانقاه او مدرسه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۳۵۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۸): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي خانقاه او مدرسه د بشپړې ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.

په مزارشريف کې مدني فعالان او د مولانا د تصوف او طريقت پلويان حکومت د يادې مهمې تاريخي ابدې پر وړاندې پر بې پروايۍ تورنوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس هم وايي چې څو کاله وړاندې ترکيې هېواد د مولانا د خانقا رغولو ژمنه کړې وه؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې عملي اقدام نه دی کړی.

د مولانا جلال الدين محمد بلخي خانقا او مدرسه له مزارشريف ښار څخه ۲۰ کېلومتره لرې د بلخ ولسوالۍ په خواجه غولک کلي کې پرته ده.

دغه مهم او تاريخي ميراث يو مهال د سيمې په کچه د معنوي ارزښت له مخې تر ټولو ستر ځای و خو اوس يې يواځې نيمه نړېدلې ګنبده، دوه سرطاقونه او څلورو خواوو ته نيمه لوېدلی دېوال پاتې دی.

شپږ کاله وړاندې ترکيې هېواد ژمنه کړې وه چې ياده خانقا به رغوي؛ که څه هم په ۱۳۹۳ کال کې يې د رغولو يو لړ مقدماتي چارې هم د ترکانو له خوا ترسره شوي؛ خو بيا يې د نامعلومو دلايلو له امله کار ځنډېدلی دی.

اوس د بلخ مدني فعالان او د مولانا د شعر او طريقت مينه وال وايي چې که حکومت دغه مهم فرهنګي ميراث ته جدي پاملرنه ونکړي؛ نو ډېر ژر به په بشپړ ډول ونړېږي.

د پوهنتون استاد او به بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر عبدالحميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څومره مولانا د سيمې او نړۍ لپاره مهم وو؛ نو په هماغه اندازه يې د خانقا او مدرسې رغول هم د سيمي لپاره له تاريخي، سياسي او اقتصاي پلوه مهم دي.

نوموړی زياتوي، چې د مولانا د خانقا جوړېدو له لارې بلخ ته له نورو هيوادونو او فرهنګي ښارونو سره د وصل کېدو ښه فرصت برابرېدای شي.

صفوت د بېلګې په ډول د ترکيې قونيې ښار ته اشاره وکړه، چې دغه ښار له بلخ څخه هم تاريخي او هم فرهنګي ارتباطات لري، چې لامل يې مولانا جلال الدين محمد بلخي دی.

هغه زياته کړه، چې مولانا په نړۍ کې د انسانانو تر منځ د يووالي، انسانيت او زغم سمبول دی او په خبره يې چې د خانقا په جوړېدوسره  به يې څه نا څه د بنسټ پالنې او ترهګرۍ مخ پر ودې مفکورې سره د مبارزې ادرسونه هم پيدا شي.

صفوت وويل، چې د مولانا د خانقاه بيا رغول له اقتصادي پلوه هم د بلخ لپاره زيات اهميت لري. د هغه په خبره د يادې ودانۍ په ترميم او رغولو سره به بلخ ته زرګونه سيلانيان مخه کړي، چې د خلکو د اقتصاد څرخ به هم ورسره په ګرځېدو شي.

نوموړی نه يواځې دا چې له حکومته د مولانا د خانقاه رغولو غوښتنه کوي، تر څنګ يې بلخ کې د مولانا د فکر د تقويې او خلکو ته د لېږد برخه کې هم د پاملرنې هيله لري.

هغه زياتوي، چې افغانستان کې له شته افراطيت او تعصب سره د مبارزې لپاره د مولانا له مفکورې او درسونو څخه ګټوره استفاده کېدای شي.

د پوهنتون استاد جمشېد فردي هم وايي، چې افغان حکومت د مولانا د ميراث پر وړاندې بې تفاوته دی.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي مفکوره په غرب او اروپا په معتبرو پوهنتونونو کې د يوه فکري مکتب په توګه تدريسېږي؛ خو په خبره يې چې په افغاندستان کې دغې برخې ته هېڅ دول پام نه دی شوی.

هغه وايي، چې ترکيې هيواد د يادې خانقاه د جوړولو چارې په نامعلوم دليل ځنډولي دي؛ خو په خبره يې چې افغان حکومت او فرهنګي فعالان يې هم پر وړاندې بې تفاوته دي.

فردي زياته کړه: ((مونږ وليدل چې يو شمېر کسانو د فرهنګ په نوم ډېره مادي سرمايه پيدا کړه، ځانته يې بلډينګونه جوړ کړل؛ خو له بده مرغه چې د مولانا د خانقا پر وړاندې يې خپل لږ مسووليت هم ادا نکړ، چې د دغه فرهنګي ميراث د ويجاړېدو مخه ونيول شي.))

هغه وويل، که دغه خانقا ورغول شي؛ نو د وخت په تېرېدو سره به پر يو ستر فرهنګي او فکري پارک تبديل شي، چې بيا به د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه د مولانا پلويان ورته راځي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل، چې په ۱۳۸۳ل کال ترکيې دولت په لومړي ځل ژمنه وکړه، چې بلخ کې به د مولانا خانقا رغوي او همدا راز به يې شاوخوا د سيلانيانو لپاره د سهولتونو تاسيسات هم جوړوي.

خليق وايي چې په دومره موده کې يواځې د خانقا شاوخوا ۳۵ جريبه ځمکه استملاک شوې، چې د خانقا جوړېدو په صورت کې به پکې د ګرځندويانو لپاره تاسيسات پکې جوړېږي.

نوموی وايي، چې ترکيې هيواد يو ځل د يادې خانقا د جوړېدو د پيل خبره هم کړې؛ خو کله چې ترکيه کې ناکامه کودتا وشوه؛ نو ورسره دغه چاره وځنډېده.

د هغه په خبره افغانستان کې د تيکا ادارې عمومي مشر د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو سره په وروستۍ ناسته کې ويلي، چې د نا سم امنيتي وضعيت له امله د مولانا د خانقا د جوړېدو چارې نشي پيل کولای.

خو د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس بيا وايي، چې په ياده سيمه کې هېڅ ډول امنيتي اندېښنې وجود نه لري.

نوموړی وايي چې اوس يې هڅ پيل کړي؛ څو د خانقا د ودانۍ د نور تخريب مخنيوی وکړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د تيکا ادارې نظر راواخلو؛ خو بريالي نشوو.

مولانا جلال الدين محمد بلخي په ۱۲۰۷ زېږديز کال د بلخ ولايت په يوه مذهبي او عرفاني کورنۍ کې زېږېدلی وو. خپل لومړنۍ زده کړې يې په همدې خانقا کې له خپل پلار څخه تر لاسه کړې وې او بيا له خپلې کورنۍ سره يو ځای ترکيې هيواد ته کډه شوي وو او د ژوند تر پايه همالته پاتې شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور