منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ملي امنیت سلاکار: امنیتي احضارات او استخباراتي فعالیتونه دې لا پراخ شي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۶ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د حالاتو د ډاډمنتیا لپاره دې امنیتي احضارات ډېر او استخباراتي فعالیتونه لا پراخ کړي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې د امنيتي سکتور د مشرتابه په ناسته کې کړې دي.

سرچينې د هغه له قوله ويلي، ټاکنې د یوې ملي پروسې په توګه ډېرې مهمې دي او باید جدي پاملرنه ورته وشي.

نوموړي په ځانګړي ډول د دې پروسې امنیتي برخې ته په اشارې سره ويلي چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید له هېڅ هڅو ډډه ونه شي.

هغه په دې اړه د ښارونو ترڅنګ د کلیو او ولسوالیو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې امنیتي پوښښ یې پیاوړی وساتل شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په نننۍ ناسته کې د دې ترڅنګ په تېرو څو ورځو کې د امنیتي ځواکونو نويو فعالیتونو او عملیاتو ته هم اشاره وشوه او ټینګار وشو، چې د دې فعالیتونو له امله د نظام مخالفان کلک ځپل شوي او ښه پرمختګونه ترلاسه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه