خوست ښار (پژواک، ۴ تله ۹۸): له لس کلن ځنډ وروسته د خوست شيخ زايد پوهنتون پنځوس بستريز کدري روغتون بالاخره فعاليت پيل کړ.
د شيخ زايد پوهنتون د کدري روغتون لپاره درې پوړيزه ودانۍ لس کاله وړاندې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت پله لګښت جوړه شوې وه.
د چارواکو په وينا، د دغه روغتون د ودانۍ له جوړېدو سره سم ۵۳ کسان تشکيل پر دندو ګومارل شوی او پرته له فعاليته يې نږدې لس کاله معاش اخيستی دی.
څه باندې دوه کاله وړاندې له دغه روغتون سره د متحده عربي اماراتو له لوري د ۸.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته شوې، خو له دې سره سره بيا هم دغه روغتون تر دې دمه غير فعال و.
د یاد روغتون مشر ډاکتر تاج ملوک صمیم وايي، په دغه روغتون کې په نړيوالو معيارونو برابر ټول اړين طبي وسايل موجود دي چې کولی شي پر مټ يې د ناروغانو لپاره څلرويشت ساعته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
دی وايي: ((متحده عربي امارات موږ ته په درېیو پړاوونو کې طبي وسايل رالېږي، په اول پړاو کې يې چې کوم رالېږلي دي، سيټي سکن، اېم ار ای، ډيجيټل اکسرې، ايکو او د الټراساونډ ترڅنګ نور مهم طبي وسايل موجود دي چې د هېواد په کچه په هېڅ يوه روغتون کې نشته او مجهزه علميات خونه هم لرو.))
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه روغتون کې به په نهو بېلابېلو څانګو کې ناروغانو ته په وړيا ډول خدمات وړاندې کړي.
د خوست والي محمد حليم فدايي د دغه روغتون د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو ستونزو له امله دغه روغتون تر دې دمه غير فعال و.
نوموړي که څه هم په دې اړه ښکاره څه ونه ويل، خو زياته يې کړه د سم مديريت په پايله کې پر دې بريالي شول چې له لس کلن ځنډ وروسته دغه کدري روغتون فعال کړي.
هغه زياته کړه: ((ستونزې نه وې، خو ستونزې مديريت نه شوې، نو اوس ستونزې مديريت شوې دي او هغوی ته عملياتي پلان جوړ شوی دی، مرحله په مرحله به هغه تطبيقېږي.))
په ورته وخت کې د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلين هم خوښي څرګندوي چې له لس کلن ځنډ وروسته ورته د طبي عملي زده کړو زمينه برابرېږي.
د شېر اواز خان په نوم د طب پوهنځي يوه محصل پژواک خبري اژانس ته وويل دا مهال د دوی نوي سلنه درسونه نظري بڼه لري، خو وايي له دې وروسته به هر څه عملي په خپلو سترګو ګوري.
دی زياتوي: ((د عملي کارونو ساحه بيخي کمه او نادره وه، صرف په لابراتور کې موږ يو څه کارونه کول او هغه هم ډېر په نشت حساب وو.))
بلخوا د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري وايي، د دغه روغتون په فعالېدو سره به د خوست پر ملکي روغتون د ناروغانو بېروبار کم شي؛ ځکه دوی ټولو ته پر وخت رسېدنه نه شي کولی.
هغه زياتوي: ((د خوست شيخ زايد پوهنتون کدري روغتون به له موږ سره د ناروغانو په تداوي کې ډېره مرسته وکړي؛ ځکه دلته په لوړه درجه تشخصيه وسايل موجود دي چې په ملکي روغتون کې يې موږ نه لرو.))
د ولايت والي وايي، هڅه يې دا ده چې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په ليدنو کې د دغه روغتون پاتې طبي وسايلو غوښتنه هم وکړي.
خو د هغه په وينا، د هغو لپاره يوې بلې مجهزې ودانۍ جوړولو ته هم اړتيا ده، څو لږ تر لږه ۱۵۰ بستريز کدري روغتون ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










