ګردېز (پژواک، ۱٥ تله ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي د سولې په پروسه کې د ځينو هېوادونو لاسوهنه غندي او وايي، هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغان دولت له غوښتنې او همغږۍ پرته په دې ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي.
دوی دا خبرې په احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې د سولې په اړه په جلا غونډو کې وکړې او پاکستان ته د وسله والو طالبانو د يوه پلاوي له سفر څخه يې د ياد هېواد رسمي هرکلی هم له نړيوالو اصولو څرګنده سرغړونه ياده کړه.
د احمدابا ولسوالي قومي مشر محمدحنيف له وسله والو طالبانو غواړي چې پرديو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای په خپل هېواد کې له خپلو هېوادوالو سره د سولې خبرو ته کېني.
حنيف وويل: ((هره ورځ په هېواد کې تر دوه سوه کسان په شهادت رسېږي، دا میندې، پلرونه، خويندې، اولادونه او مېرمنې لري. دا تر ټولو لوی ناورين دی، دا زما او ستا اولادونه او خپلوان دي، موږ دې نه يو، خو دغه هېواد ته دې سوله راشي.))
دغه راز يو بل قومي مخور عبدالستار ټينګار کوي چې دولت دې قومي مشرانو او جرګه مارو ته صلاحيت ورکړي چې له وسله والو طالبانو سره په بېلابېلو کچو د سولې خبرې پر مخ بوځي.
ده زياته کړه: ((موږ ته دې صلاحيت راکړي چې د دواړو په منځ کې خبرې وکړو، موږ لويې مسئلې په جرګو، مرکو حل کړې دي، دا خبرې به د مور او ميرې د چلند په شان نه، بلکې دا به پاکې، واضح او بې طرفه خبرې وي.))
د سيد کرم ولسوالۍ قومي مشر حاجي ولي سولې ته هيله مندي ښيي او وايي په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.
نوموړی په طالبانو کې د سولې لور ته ميلان زيات بولي او وايي چې د طالبانو ډېری غړي سوله غواړي.
ده وويل: ((طالب هم وايي چې سوله غواړو، موږ هم وايو او دولت خو اول وايي چې سوله، خو د دې لپاره اول شرط اوربند دی چې اوربند وشي. د سولې په برخه کې ښه کار شوی او انشاالله رانږدې شوې ده.))
حاجي احمدجان روسيې، ازبکستان، پاکستان، ايران او ځينو نورو هېوادونو ته د وسله والو طالبانو د پلاوي سفر او اړيکې د پوښتنې وړ بولي او وايي چې طالبان بايد د افغانانو په توګه په دغه تاريخي پړاو کې په خورا احتياط ګام واخلي او له افغان دولت سره خبرې پيل کړي.
احمدجان پژواک ته وويل: ((د سولې په راوستو کې د افغانستان حکومت او افغانان حق لري، بهرني ملکونه او بهرنيان د دې حق نه لري چې په سولې پروسه کې مداخله وکړي، دا لاسوهنه د هغوی د خپلو ګټو پر اساس ده، نه د افغانستان د ښګڼې لپاره، موږ دا لاسوهنې غندو.))
د يادې غونډې په پرېکړه کې د وسله والو طالبانو له مشرتابه غوښتنه شوې چې د سولې په لاره کې رښتيني او جدي ګامونه واخلي او له ټولو ممکنه کورنيو لارو، چارو استفاده وکړي.
د افغان دولت له خوا وسله والو طالبانو ته د بې قيده و شرطه سولې او دوه اړخيز اوربند د وړانديز سربېره لا هم وسله وال طالبان له افغانانو او حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










