مزارشريف (پژواک، ۹ لړم ۹۸): پخوانی جهادي شخصيت او د حزب اسلامي غړی جمعه خان همدرد وايي چې د ولسمشرۍ ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري او اړتيا ده چې د سولې مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړل شي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون معنا دا وه چې افغانان د روان جنګي حالت بدلون غواړي.
هغه زياتوي چې د سولې لپاره تر ټولو ښه شرايط مساعد شوي او په دې برخه کې نړيواله اجماع هم موجوده ده.
د همدرد په خبره، هغو اړخونو چې په افغانستان کې يې جګړه پيل کړې وه، اوس دې پايلې ته رسېدلي چې روان جنګ نظامي حل لاره نه لري.
هغه وايي: ((پر دې خاوره بهرنيانو جګړه پيل کړې وه او اوس هغوی تر ټول ډېر دې ته لېوال دي چې روانه جګړه پای ته ورسوي.))
د حزب اسلامي دغه غړی وايي چې د سولې اړوند سيمه ييزه او نړيواله اجماع هم رامنځته شوې، خو زياتوي چې په کور دننه هم اړتيا ده چې د حکومت او سياسي اړخونو ترمنځ واقعي اجماع جوړه شي.
همدرد زياته کړه چې د ولسمشرۍ ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري او اړتيا ده چې په اوسنيو شرايطو کې لومړی سوله تامين شي او بيا د سراسري انتخاباتو لپاره لار خلاصه شي.
همدرد که څه هم د چا نوم نه اخلي خو زياتوي چې له ټاکنو مخکې يو شمېر اشخاصو او اړخونو د سولې لپاره خنډ جوړ کړی و خو زياتوي چې دغه خواوې اوس له خپل پخواني موقفه راټيټ شوي دي.
همدرد مني چې حکومت د سولې پروسې يو اړخ دی خو زياتوي چې په دې برخه کې وروستۍ فيصله د امريکا په شمول د هغو هېوادونو په لاس کې ده چې په افغانستان کې يې جګړه پيل کړې ده.
همدرد حکومت ته وړانديز لري چې د سولې هر ډول مذاکراتو لپاره د ټاکونکي پلاوي په برخه کې بايد د سياسي احزابو مشوره او اجماع له ځان سره ولري.
د هغه په وينا، که حکومت ټول شموله پلاوی ونه ټاکي نو سياسي احزاب او شخصيتونه به په مستقل ډول له طالبانو سره خبرې شروع کړي.
د حزب اسلامي دغه غړي په خپلو خبرو کې وويل چې امريکايان مجبور دي څو سوله وکړي؛ ځکه د هغه په خبره، د افغانستان له څه باندې اتلس کلنې جګړې نور ستړي شوي دي.
نوموړي په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون په تړاو وويل چې افغانانو نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ته وښودل چې له ټاکنو وړاندې د روانې جګړې ختمول غواړي.
د هغه په وينا، د جګړې هېڅ لوری بايد د مذاکراتو له رسمي پيلېدو وړاندې سرې کرښې ونه ټاکي.
ده زياته کړه چې د سولې خبرو پر مېز ټول مسايل د بحث وړ دي.
هغه پر حکومت تور پورې کړ چې له حزب اسلامي سره د سولې توافق ليک ته ژمن پاتې نه شو.
جمعه خان همدرد په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې ولسمشرۍ ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او زياته يې کړه چې انتخابات به دويم پړاو ته ځي.
دغه پخوانی جهادي شخصيت په داسې مهال کې د سولې مذاکراتو د بيا پيلېدو غوښتنه کوي چې څو ورځې وړاندې د امريکا، چين، پاکستان او روسي استازو د افغان سولې او له طالبانو سره د خبرو پر بيا پيلېدو ټينګار وکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










