ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګر د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی غواړي

د کندهار سوداګر د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی غواړي

author avatar
16 Nov 2019 - 17:33
د کندهار سوداګر د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی غواړي
author avatar
16 Nov 2019 - 17:33

کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د کندهار وچه مېوه د لندې مېوې په څېر نړیوال شهرت لري خو لا تر اوسه د پروسس، بسته بندۍ او ساتنې لپاره معیاري او مجهز ځای نه لري.

د دې تر څنګ د وچې مېوې سوداګر د پاکستان او هند له مارکېټونو پرته د نړۍ نورو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

کشمش، ابجوشې، انځر، بادام، غوزان او نور د دغه ولایت له مشهورو وچو مېوو څخه دي.

د کندهار د وچې مېوې سوداګرو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، لسګونه کلونه کېږي چې په دغه ولایت کې د وچې مېوې کاروبار کېږي، خو تر اوسه د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

حاجي حیات الله د کندهار د وچې مېوې په سرای کې د انځرو سوداګري کوي، دی وايي، د وچې مېوې په اوسني سرای کې د مېوې د معیاري ساتنې، بسته بندۍ او پروسس لپاره هیڅ راز امکانات نشته.

هغه زیاتوي، په دې ولایت کې له لسګونو کلونو راهیسې د مېوې سوداګري کېږي، خو تر دې مهاله په کې د مېوې د پروسس او پېر او پلور یو معیاري ځای جوړ نه شو.

د ده په خبره، دې چارې ته نه خصوصي سکتور او نه هم دولت تر اوسه پام کړی دی.

نوموړي وویل، دغه وضعیت د مېوې کیفیت ته زیان اړوي چې طبعاً د مېوې بیه ورسره راټيټېږي.

دغه سوداګر بله ستونزه د نړۍ مارکېټونو ته نه لاسرس ګڼي او وايي، د کندهار وچه مېوه نړیوال شهرت لري خو یواځې د پاکستان او هند مارکېټونو ته ځي او د نړۍ نورو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای جوړ کړي او دغه راز دې دوی ته امکانات برابر کړي څو خپلې مېوې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادرې کړي.

د کشمشو یوه سوداګر میر حمزه پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د انګورو حاصلات ډېر وو چې په پراخه کچه کشمش یې ورڅخه تر لاسه کړي دي.

خو نوموړی یې له ټیټې بیې شکایت کوي او وايي، اوسمهال کشمش یواځې پاکستان او هندوستان ته ځي، که نورو هېوادونو ته صادرېدای، نو بیه به یې ډېره لوړه وای.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.