ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د اقتصادي ودې په موخه د دولتي او خصوصي سکتور پر ګډ کار ټینګار وشو

د کندهار د اقتصادي ودې په موخه د دولتي او خصوصي سکتور پر ګډ کار ټینګار وشو

author avatar
9 Dec 2019 - 17:00
د کندهار د اقتصادي ودې په موخه د دولتي او خصوصي سکتور پر ګډ کار ټینګار وشو
author avatar
9 Dec 2019 - 17:00

کندهار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): چارواکي او پانګه وال وايي چې د کندهار د اقتصادي ودې په موخه دې د لویو پروژو په تطبیق کې دولتي او خصوصي سکتور په ګډه کار وکړي.

دغه څرګندونې د کندهار په سوداګرۍ خونه کې په جوړه شوې غونډه کې وشوې چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کمېسیون د دارالانشا د رییس نصرالله صاحبزاده په مشرۍ پلاوي، د کندهار والي، د کندهار او سپين بولدک د سوداګرۍ خونو مسوولینو او غړو په کې ګډون کړی وو.

نصر الله صاحبزاده وویل، د ولسمشر له لارښوونې سره سم یې د یوه پلاوي په ملتیا دې ولایت ته سفر کړی څو د ولایتي ادارې له مسوولینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره د کندهار د اقتصادي پراختیا پر طرحه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، په لومړي ګام کې به په همدې چوکاټ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د پروژو او په دویم ګام کې د اوږدمهالو پروژو د تطبیق ګډ تفاهم تر لاسه او د ولسمشر په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.

د کندهار والي حیات الله حیات له راغلي پلاوي سره د کندهار د سوداګرۍ او صنعت اړوند د سوداګرو او صنعتکارانو اړتیاوې شریکې کړي.

هغه زیاته کړه، د کندهار د اقتصادي ودې او پراختیا په موخه د راتلونکو پروژو په پلانونو کې دې د خصوصي سکتور بنسټيزو غوښتنو او اړتیاوو ته ځای ورکړل شي څو دواړه سکتورونه په ګډه دغه پروژې پلي کړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصر الله زهیر وویل، په لومړي ګام کې دې د برېښنا پر ډېرولو کار وشي، ځکه په دې برخه کې سوداګر، صنعتکاران او عام خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه، د صنعتکارانو لپاره دې د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ د صنعتي پارکونو د جوړېدو او معیاري کېدو لپاره کار وشي او د صنعتکارانو لپاره دې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

دغه راز ده د بانکي خدماتو پر ډېرېدو، سوداګرو او صنعتکارانو ته د قرضو پر ورکولو هم ټینګار وکړ.

ده غوښتنه وکړه چې د کندهار نخي او نساجي فابریکې دې بېرته فعالې شي او د دې تر څنګ دې دغلته د سمنټو یوه فابریکه هم جوړه شي.

د کرنې د ودې په برخه کې نوموړي یادونه وکړه چې په دې ولایت کې دې زراعتي کمپلیکس جوړ شي، د زراعتي پراختیايي بانک له خوا دې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي او د چابهار بندر له لارې دې سوداګري پراخه شي.

دغه زا ده وویل چې د دهلې بند د جوړولو چارې دې ژر تر ژره پیل شي، د کرنې په برخه کې دې څېړنې او تحقیقات پراخ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.